نړۍ

۶ اعشاریه ۶ درجې زلزلې نیپال ولړزاوه

Published

on

په نیپال کې د چارشنبې پر ورځ سهار وختي د رښتر پر کچه ۶.۶ درجې زلزلې لږ تر لږه شپږ کسان مړه کړي او خلکو ته یې مالي زیانونه رامنځته کړي دي.

د چارواکو د څرګندونو له مخې؛ د دغه هېواد د لوېدیځ د دوتي په اړوند سیمه کې لسګونه کورونه ویجاړ او ړنګ کړي دي.

په دوتي د پولیسو مرستیال، بولا باتا څرکنده کړې؛ پېنځه نور کسان د اته کورونو د نړېدو له کبله سخت ټپیان شوي دي.

په ۲۰۱۵ کال کې له دوه زلزلو وروسته، چې شاوخوا ۹۰۰۰ کسان یې مړه، ښارونه او د پېړیو زاړه معبدونه یې ویجاړ کړل او اقتصاد ته یې شپږ میلیارد دالر زیانونه واړول، چې اوس یې هم د بیارغونې چارې روانې دي.

د نیپال لومړي وزیر شېر بهادر دوبا تویت کړی: د زلزلې له کبله د ځاني زیانونو د فربانیانو کورنیو ته د زړه له کومې خواخوږي وړاندې کوم. ما اړوند ادارو ته لارښوونه کړې، چې د پېښې قربانیانو او ټپيانو غم دې وخوړل شي.

د نیپال د پوځ د ویاند ناراین سلوال په حواله امریکا راپور ورکړی، چې د زلزلې ژغورنې ډله سیمې ته رسیدلې او دوه چورلکې په نږدې سورکیت او نیپال ګنج ښارونو کې ولاړې دي.

د نیپال دغه زلزله د رښتر پر کچه ۶،۶ ښودلې ده. د اروپا – مدیترانې زلزلې مرکز (EMSC) د زلزلې یې کچه ۵ اعشاریه ۶ اټکل کړې ده.

د زلزلې مرکز له هنده ۱۵۸ کیلو متره لرې د پیلي هیت په ګڼ میشته سیمه کې ۱۰ کیلومتره ژور ښودل شوی دی.

له زلزلې وروسته د رسنیو راپورونو ښودلې، چې زلزله په نوي دیلي او شاوخوا سیمو کې هم احساس شوي ده.

Trending

Exit mobile version