لوبی

آباسین ډیفنډرز د کابل خان روغتون کرکټ غوره لیګ د څلورم پړاو اتلولي وګټله

آباسین ډیفنډرز په پایلوبه کې، چې نن(جمعه) ترسره شوه، کابل زلمي ته د ۶۳ منډو پر توپیر ماتې ورکړه او د سیالیو د دې پړاو اتلولي یې خپله کړه.

Published

on

Last Updated on: وږی ۱, ۱۴۰۵

آباسین ډیفنډرز لوبډلې د کابل خان روغتون کرکټ غوره لیګ په څلورم پړاو لوبو کې کابل زلمي ته ماتې ورکړه او د دغې سیالۍ اتلولي یې وګټله.

آباسین ډیفنډرز په پایلوبه کې، چې نن(جمعه) ترسره شوه، کابل زلمي ته د ۶۳ منډو پر توپیر ماتې ورکړه او د سیالیو د دې پړاو اتلولي یې خپله کړه.

آباسین ډیفنډرز د پچې له ګټلو وروسته لومړی د توپ‌وهنې پرېکړه وکړه او په ۲۰آورونو کې یې د اووه لوبغاړو پر سوځېدو ۲۱۳ منډې وکړې او سیالې لوبډلې ته یې د ۲۱۴ منډو هدف وټاکه.

کابل زلمي د دغه هدف په تعقیب کې مقاومت ونه‌شو کړی او په ۱۷.۲آورونو کې یې د ټولو لوبغاړو پر سوځېدو ۱۵۰ منډې وکړې او له ماتې سره مخ شو.

د کابل خان روغتون کرکټ غوره لیګ څلورم پړاو د اګست پر لسمه، چې د شنبې ورځ وه؛ د کابل په ایوبي کرکټ لوبغالي کې پیل شوی و او نن د آباسین ډیفنډرز پر اتلولۍ پای ته ورسېد.

په دې پړاو کې شپږ لوبډلو؛ پامیر سټارز، شمشاد ایګلز، کابل زلمي، سپین‌غر وارییرز، آباسین ډیفنډرز او بندامیر د اتلولۍ لپاره سیالۍ وکړې.

دغو سیالیو کورنیو لوبغاړو ته زمینه برابره کړه، چې پر لوړه کچه لوبې وکړي او خپل استعدادونه او وړتیاوې نندارې ته وړاندې کړي.

د کابل خان روغتون کرکټ غوره لیګ د څلورم پړاو ټولې سیالۍ د آریانا ټلوېزیون له لارې خپرې شوې او د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د کرکټ مینه‌والو وکتلې.

آریانا ټلوېزیون له دې مخکې هم د کابل کرکټ غوره لیګ لومړي، دوه‌یم او درېیم پړاوونه تولید او خپاره کړي او ژمن دی، چې د افغانستان د سپورټ مینه‌والو ته د غوره سپورټي سیالیو پوښښ وړاندې کړي.

Trending

Exit mobile version