لوبی

آباسین ډیفنډرز په کابل غوره لیګ کې شمشاد ایګلز ته د ۴ ویکټو پر توپیر ماتې ورکړه

شمشاد ایګلز پچه وګټله او لومړی یې د توپوهنې پرېکړه وکړه؛ خو په ۱۵،۵آورونو کې یې ټول لوبغاړي وسوځېدل او ۱۵۴ منډې یې وکړې.

Published

on

آباسین ډیفنډرز د یکشنبې پر شپه د کابل په ایوبي کرکټ په لوبغالي کې د کابل غوره لیګ څلورمې لوبې پرمهال د ۱۵۵ منډو هدف پوره کړ او شمشاد ایګلز ته یې د څلور ویکټو پر توپیر ماتې ورکړه.

شمشاد ایګلز پچه وګټله او لومړی یې د توپوهنې پرېکړه وکړه؛ خو په ۱۵،۵آورونو کې یې ټول لوبغاړي وسوځېدل او ۱۵۴ منډې یې وکړې.

محمد شهزاد د ایګلز لپاره تر ټولو ډېرې منډې وکړې. نوموړي پر ۳۹ توپونو ۵۷ منډې وکړې. په داسې حال کې، چې مسلم موسی په یوازې ۲۲ توپونو ۵۰ منډې وکړې او د لوبډلې د منډو په زیاتولو کې یې مهمه ونډه واخیسته.

عبدالله احمدزي د ډیفنډرز لپاره غوره توپ اچونه وکړه. هغه په درې آورونو کې د ۱۹ منډو په بدل کې پېنځه ویکټې واخیستې او د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.

روهید هم درې ویکټې واخیستې او ۵۳ منډې یې ورکړې.

ډیفنډرز د ایګلز ټول لوبغاړي په داسې حال کې وسوځول، چې د هغوی د منډو له پاڼۍ څخه ۲۵ توپونه پاتې ول.

ډیفنډرز د هدف په پوره کولو کې ښه پیل وکړ؛ خو په پرله‌پسې توګه یې ویکټې له لاسه ورکړې.

ولید میاخېل پاڼۍ وساتله او پر ۲۹ توپونو یې ۳۷ منډې وکړې؛ دوه څلوریزې او دوه شپږیزې یې ووهلې.

محمد اکرم پر یوازې نهه توپونو ۲۵ مهمې منډې وکړې او د هدف پوره کولو بهیر یې روان وساته.

محمد امین بیا لوبه ښه پای ته ورسوله او پر درې توپونو یې اووه منډې وکړې، چې یوه شپږیزه یې هم ووهله.

ډیفنډرز په ۱۸،۱آورونو کې د شپږ لوبغاړو پر سوځېدو ۱۵۸ منډې وکړې او د ۱۱ توپونو پر پاتې کېدو یې بریا خپله کړه.

محمد ګل علیزي د ایګلز لپاره تر ټولو بریالی توپ اچوونکی و، چې په څلور آورونو کې یې د ۳۸ منډو په بدل کې درې ویکټې واخیستې.

د دې بریا له کبله آباسین ډیفنډرز دوه امتیازه ترلاسه کړل. په داسې حال کې، چې شمشاد ایګلز له کوم امتیاز پرته لوبه پای ته ورسوله.

دا د کابل غوره لیګ په روان پړاو کې د آباسین ډیفنډرز لومړۍ بریا وه.

 

Trending

Exit mobile version