سیمه ییز خبرونه
آذربايجان د افغانستان په كانونو او حرارتي برښنا كې د پانگونې غوښتنه لري
آذربايجان په افغانستان كې د تېلو او گازو په كانونو، د نفتي موادو په چاڼ او حرارتي برښنا كې د پانگونې غوښتنه لري.
د كانونو او پتروليم وزارت وياند محمد رفيع رفيق صديقي وايي:
تېره اوونۍ د افغانستان د كانونو او پتروليم وزير آذربايجان ته سفر وكړ، چې د دې هېواد له لوړ پوړيو چارواكو سره خبرې وكړي.
ښاغلى رفيق صديقي زياتوي، افغان لوړ پوړي چارواكي د آذربايجان له چارواكو سره د دوه اړخيزو اقتصادي همكاريو د زياتولو لپاره مهمې هوكړې ته رسيدلي دي او په نږدې راتلونكې كې به دا هوكړه ليك لاسليك شي.
ښاغلى صديقي وايي، د افغانستان د ځمكې د تل سرچينو د را سپړلو لپاره د بهرنۍ پانگې د هڅولو موخه دا ده، چې دا هېواد اقتصادي خپلواكي تر لاسه كړي او له دې لارې وكړاى شي، خپله عادي او پراختيايي بوديجه له كورنيو سرچينو څخه په گټه پورته كولو بشپړه كړي.
د حكومت د پروگرامونو پر بنسټ ټاكل شوې تر ۲۰۲۴م كال پورې د كانونو د كيندنې له اړخه د افغانستان عوايد څلور ميليارد دالرو ته ورسيږي. حال دا، چې په ۱۳۹۱ لمريز كال كې افغانستان د كانونو له دركه څه باندې سل ميليون دالر عايد تر لاسه كړي دي.