سیمه ییز خبرونه

آذربايجان په افغانستان كې پانگونو ته ليوالتيا ښودلې

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د آذربايجان شپږ سوداگر افغانستان ته راغلي، چې په دغه هېواد كې پانگونې ته څومره زمينه برابره ده.

د افغانستان او پاكستان لپاره د دغه هېواد سفير وايي، چې د آذربايجان سوداگر به تر راتلونكيو څلور كالونو پورې په افغانستان كې دوه ميليارد دالر پانگونه وكړي.

د افغانستان او پاكستان لپاره د آذربايجان سفير داشقين شكروف وايي:

پېنځه كاله وړاندې يو آذربايجاني سوداگر له يو افغان سوداگر سره په گده په افغانستان كې د نفتو د تصفيې په برخه كې دېرش ميليون دالر پانگونه كړې وه، افغانستان له هغه وخت څخه تر اوسه ډېر پرمختگونه كړې دي. اوس د آذربايجان د دولت او خصوصي برخې د پروگرامونو له مخې په پام كې لرو، چې په افغانستان كې تر څلور راتلونكيو كالونو نږدې يو  ميليارد دالر او په نږدې راتلونكې كې دوه ميليارد دالر پانگونه وكړو.

له بلې خوا د افغانستان په مزار شريف كې د نفتو تصفيه د افغان او آذربايجاني سوداگرو په گډه بټۍ كې پيل شوه .

د نفتو د تصفيې د بټۍ مشر زمرى كامگار وايي، چې اوسمهال په دې بټۍ كې هره ورځ شاوخوا پېنځه سوه ټنه خام نفت په ډېزلو او پيترلو بدليږي او په راتلونكې كې به د دې كارخانې ظرفيت په ورځ كې يو زر و پېنځه سوه ټنونو ته ورسيږي.

د آذربايجان د پانگونې د پراختيا ادارې په ۲۰۱۳ م كال كې  د كورنۍ او بهرنۍ پانگونې د پراختيا لپاره شل ميليارد دالر ځانگړي كړي او په افغانستان كې د پانگونې لپاره، په ځانگړي توگه د مرمركاڼو او نفتي توكو په برخه كې د زمينو د شتون له كبله هيله ښودل كيږي، چې آذربايجان به د دغو پيسو يوه برخه په افغانستان كې ولگوي.

Trending

Exit mobile version