لوبی

آرمان اف‌سي د دوه ناوخته‌ ګولونو سره-سره له سرخ‌پوشان خوافي ماتې وخوړه

دغه لوبه نن (شنبه د لړم دوه‌یمه ) د افغانستان د فوټبال فډراسیون په لوبغالي کې ترسره شوه.

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۵

 

آرمان اف‌سي لوبډلې د افغانستان اتلانو لیګ روشن د شپږم پړاو د دوه‌یمې نیمایي په دوه‌یمه لوبه کې د سرخ‌پوشان خوافي پر وړاندې ۳ پر۲  ماتې وخوړه.

دغه لوبه نن (شنبه د لړم دوه‌یمه ) د افغانستان د فوټبال فډراسیون په لوبغالي کې ترسره شوه.

په لومړۍ نیمایي کې باسط نظري د یوې آزاد ګوزار پر مټ د سرخ‌پوشان خوافي لومړی ګول وواهه او سهراب افغان په اووه‌ویشتمه دقیقه کې د خپلې لوبډلې د ګولونو شمېر دوه ته ورساوه. لومړۍ نیمایي د سرخ‌پوشان خوافي پر بریا( ۲ـ۰ ) پای ته ورسېده.

په دوه‌یمه نیمایي کې سرخ‌پوشان خوافي په دری‌پنځوسمه دقیقه کې درېیم ګول هم وواهه. له دې وروسته آرمان اف‌سي د پایلې د بدلولو لپاره خپل بریدونه زیات کړل او ډامولا ایسئولووا آکاني په اووه‌اویاومه دقیقه کې د خپلې لوبډلې لومړی ګول وواهه.

شکرالله کوهي په نهه‌اتیاومه دقیقه کې له لرې واټن څخه د یوه ګول پر وهلو د آرمان اف‌سي دوه‌یم ګول هم وواهه؛ خو دې لوبډلې ونه‌شوای کولی پایله بدله کړي او لوبه د سرخ‌پوشان خوافي پر بریا پای ته ورسېده.

آرمان اف‌سي په دې لوبه کې نهه خطاوې وکړې او یو سور کارت یې ترلاسه کړ. په مقابل کې سرخ‌پوشان خوافي لس خطاوې وکړې او دوه ژېړ کارتونه یې ترلاسه کړل.

آرمان اف‌سي به په خپله راتلونکې لوبه کې د اوکټوبر پرشپږویشتمه له خراسان فاریاب سره مخ شي او سرخ‌پوشان خوافي به د اوکټوبر پراووهویشتمه له طوفان هرات سره لوبه وکړي.

د افغانستان اتلانو لیګ روشن د شپږم پړاو لوبې د آریانا ټلویزیون له لارې پر ژوندۍ بڼه خپرېږي.

Trending

Exit mobile version