تازه خبرونه
آرمنستان او آذربایجان پر لانجمنه سیمه نښته کړې
ترکیې له آرمنستان وغوښتل، چې له آذربایجان سره د نګورنو- قره باغ پر سیمه روانه دښمني ژر تر ژره ودروي.
ارمنیا ادعا کړې، چې آذربایجان پرې هوایي او توپچي بریدونه پیل کړي. پوځي حکومت له خلکو د راټولیدو او متحد کیدو غوښتنه کړې ده.
آذربایجان هم ویلي، چې د آرمنستان د برید ځواب یې ورکړی دی. په هرحال دواړو لوریو د ملکي وګړیو له مرګ و ژوبلې خبر ورکړی دی.
روسیې هم د یکشنبې پر ورځ له آذربایجان او آرمنستان څخه د سیمې د ثبات لپاره د سمدستي اوربند غوښتنه کړې ده.
ارمنیا او آذربایجان د پخواني شوروي اتحاد یوه برخه وه، چې په ۱۹۹۱ کې ووېشل شول او نګورنوـ قره باغ یې تر منځ لانجمنه سیمه پاتې شوې ده.
نړیواله ټولنه نګورنو – قره باغ د آذربایجان یوه برخه ګڼي؛ خو اوس پرې د ارمنستان واک چلیږي.
نن د دواړو هېوادونو ترمنځ وسلوال تاوتریخوالی رامنځته شو، چې ویل کیږي ملکي وګړیو ته په کې مرګ و ژوبله هم اوښتې ده.
د آرمنستان دفاع وزارت ويلي؛ آرمنستاني ځواکونو دوه آذربایجاني چورلکې او درې ډرون الوتکې ویشتلي دي.
د هغه په وینا، نښته نن ځایي وخت د سهار پر ۴:۳۰ پیل شوه.
د آذربایجان دفاع وزارت ویلي، چې د تانکونو، توپچي توغندیو، جنګي جت الوتکو او ډرونونو په کارولو مو د آرمنستان د نظامي فعالیتونو د ځپلو او د خلکو د امنیت د خوندي کولولپاره عملیات پیل کړل.
دې وزارت منلې، چې د آذربایجاني چورلکه نسکوره شوې؛ خو چاته په کې ځاني زیان ندی رسیدلی.
د آذربایجان د ولسمشرۍ ویاند حکمت حاجیف څرګنده کړې؛ د ملکي او پوځي تلفاتو راپورونه شته.
الجزیرې څرګنده کړې، چې د ناګورنو- قره باغ چارواکو هم پوځي حکومت اعلان کړی او اتباع یې هڅولي دي.
د سیمې مشر آرتک بګلاریان ویلي، چې د سیمې خلکو هم ځاني زیانونه رسیدلي دي.
دغه راز د ترکیې دفاع وزیر هولوزي آکار د انادولو خبري اژانس ته ویلي، چې په قفقاز کې د سولې او ثبات پر وړاندې ترټولو لوی خنډ د آرمنیا له دښمني ډک دریځ دی او باید سمدلاسه دغه دښمني ودروي له لولپه کیدو وژغوري.
د یکشنبې پر ورځ آکاز ویلي: ترکیه به پخپلو ټولو وړتیا له باکو ملاتړ وکړي.
آرمنیا تر دې دمه په دې اړه څه ندي ویلي.