تازه خبرونه
آرمنیا په ټولنیز امنیت تړون کې د افغانستان د غړیتوب لغوه کول وغوښتل
د آرمنستان رادیو د څرګندونو له مخې؛ د آرمنستان ملي شورا د نګورنو قره باغ په شخړه کې له آذربایجان څخه د افغانستان له ملاتړ څرګندولو وروسته د ټولنیز امنیت تړون سازمان (سي اس تي او) له دارالانشا وغوښتل شول، چې د څارونکي په توګه په دې بنسټ کې د دې هېواد غړیتوب لغو کړي.
رادیو آرمنستان د دغه هېواد د ملي شورا د مشر آرارات میرزویان له خولې ویلي: دا غوښتنه د ترکي او آذربایجان له یرغله د افغانستان د ملاتړ په ځواب کې ده، چې د آرتساخ ر ضد ده.
دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت درې ورځې مخکې د نګورنو قره باغ په اړوند سیمه کې د آرمنیا او آذربایجان ترمنځ پر روانو نښتو د اندېښنې څرګندولو تر څنګ له آذربایجان څخه ملاتړ کړی د دواړو لوریو تر منځ یې پر ځاني او مالي زیانونه خواشیني هم ښکاره کړې ده.
بهرنیو چارو وزارت ټینګار کړی، چې د نګورنو قره باغ سیمه په نړیواله کچه د آذربایجان د یوې برخې په توګه پېژندل شوې او په دې اړه د آذربایجان، نړۍ او د نورو هېوادونو د خلکو او حکومت له هڅو ملاتړ کوي.
دې وزارت په سیمه کې نه یوازې د اوربند، بلکې د دغه اوږد مهال بحران د سوله ییز حل غوښتنه هم کړې ده.
د ټولنیزامنیت تړون سازمان د روسیې په مشرۍ د اووه پخوانیو شوروي جمهوریتونو نظامي اتحاد دی، چې په ۲۰۰۲ کې جوړشوی دی.
د دې تړون موخه د غړيو هېوادونو ټولنیزه دفاع ده، چې له بهرني یرغل سره مخ وي.
د تړون اوسني غړي آرمنستان، بېلاروس، قزاقستان، قرغزستان، د روسیې فدراسیون او تاجکستان دي چې افغانستان او صربستان يې د څارونکیو په توګه غړیتوب لري.