تازه خبرونه

آريانا افغان هوايي شركت د عوايدو له ډېريدو خبر وركوي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

آريانا افغان هوايي شركت په خپلو عوايدو او د ټكټونو په پلور كې له ډېروالي خبر وركوي.

د دې شركت د مسوولينو په وينا، كه څه هم دا شركت له ځينو ننگونو سره مخ دى؛ خو اوس يي د عصري كولو هڅې روانې دي.

د آريانا افغان هوايي شركت رييس نصیراحمد حکیمي وايي، چې د ۲۰۱۴ ميلادي كال د څلورو لومړيو مياشتو عوايد د تېر كال د ورته مودې په پرتله په سلو كې ۱۶ زيات شوي دي.

د نوكوړي په وينا، آريانا افغان هوايي شركت د ۲۰۱۳ كال په لومړيو څلورو مياشتو كې ۶۸۰ميليون افغانۍ گټلې وې؛ خو د ۲۰۱۴ كال په لومړيو څلورو مياشتو كې بيا دا عوايد ۷۴۷ ميليون افغانيو ته ورسيدل.

ښاغلى حكيمي زياتوي، چې په دې موده كې د تكتونو په پلور كې هم نهه ويشت په سلو كې ډېروالى راغلى دى.

آريانا افغان هوايي شركت له څو كلونو را پديخوا د اروپايي ټولنې په تور ليست كې راغلى؛ خو اوس يي د مديره پلاوي رييس محمدمصطفیمستور وايي، خدمتونه يي د تېر په پرتله ښه شوي او ژر به اروپا ته خپلې الوتنې پيل كړي.

ويل كيږي، چې آريانا افغان هوايي شركت دا مهال اووه الوتكې لري، چې په كور دننه او بهر الوتنې لري.

Trending

Exit mobile version