سوداگري

آریانا افغان شرکت هند ته الوتنې بیا پیلوي

Published

on

د آریانا افغان هوايي شرکت د پنجشنبې پر ورځ د زمري ۱۳ څرګنده کړې، چې ډېر ژر به له کابل څخه نوي دیلي ته مسافر وړونکې الوتنې بیا پیل شي.

دغه شرکت په خپله فیسبوک پاڼه کې لیکلي: له کابل څخه نوي ډیلي ته به لومړۍ الوتنه د جمعې پر ورځ وي.

د آریانا هوايي شرکت د معلوماتو له مخې، په لومړي پړاو کې به له کابل څخه نوي ډیلي ته په اوونۍ کې یوه الوتنه ولري.

د آریانا افغان هوايي شرکت په دې ویاړي، چې له یوې اوږدې مودې وروسته د هند دیلي ته خپل عادي خدمات بیا پیلوي.

د ۲۰۲۱ زېږدیز کال په اګست میاشت کې د هند په ګډون ځینو هېوادونو ته د آریانا هوايي شرکت الوتنې وځنډول شوې.

نوي دیلي تر اوسه هېواد ته د آریانا هوايي شرکت د الوتنو د بیا پیل په اړه څه ندي ویلي.

آریانا هوايي شرکت له دې مخکې ایران، روسیې، عربي متحده اماراتو، پاکستان، قطر او ترکیې ته خپلې الوتنې پیل کړې دي.

دا په داسې حال کې ده چې اسلامي امارت د افغانستان په خپلو نړیوالو هوایي ډګرونو کې د مسافرینو د څارنې قرارداد د عربي متحده اماراتو له یو شرکت سره لاسلیک کړی دی.

Trending

Exit mobile version