تازه خبرونه

آریانا او آریانا نیوز ټلویزیوني شبکې د آسیاویژن میاشتنۍ جایزه وګټله

Published

on

د آریانا او آریانا نیوز ټلویزیوني شبکې کارمندانو د دوشنبې پر ورځ (د غویی دېرشمه) د زلزلې خبرونو د بېړني پوښښ له کبله د آسیا او اوقیانوسیه هېوادونو خپرونو ټولنې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر میاشتنۍ غوره جایزه ترلاسه کړه.

د آسیا او اوقیانوسیه هېوادونو خپرونو ټولنې د څرګندونو له مخې؛ آریانا او آریانا نیوز ټلویزیوني شبکې دا میاشتنۍ غوره جایزه پخپل وخت د زلزلې د خبري پوښښ له کبله وګټله، چې د هرات ولایت ۱۳ کلي یې اغېزمن کړل.

دې ټولنې ویلي: آریانا او آریانا نیوز شبکې د دې ټولنې غړیو ته د پېښې د جزئیاتو په اړه کره او سم انځور چمتو کړی دی.

دغه میاشتنۍ جایزه د میاشتې غوره خبرونو ته ورکول کیږي، چې موخه ترې په ۳۹ هېوادونو کې د ۵۲ غړو بنسټونو ترمنځ د غوره خبریالۍ دودول، د رسنیو ګډون او نړیوالې همکارۍ ته وده ورکول دي.

د آریانا او آریانا نیوز ټلویزیوني شبکې لپاره دا جایزه خلکو ته د رسنیو د زیار ګالنې او سرښندنې درناوي دی.

د آریانا نیوز او آریانا ټلویزیوني شبکي رهبرۍ ويلي، چې دوی په سختو شرایطو کې دغه جایزه وګټله او اوس هم کره، بې پرې او پر وخت معلوماتو وړاندې کولو ته ژمن دي.

د آریانا نیوز یو شمېر کارکوونکي هم د دې غوره جایزې له ګټلو خوښ دي او څرګندوي؛ خبر رسول مو دنده ده او ویاړو، چې دا جایزه یې په افغانستان کې د رامنځته شویو پېښو د پوښښ له کبله ګټلې ده.

ویل کیږي، چې د آسیا او اوقیانوسیه خپرونو ټولنې دا غوره جایزه هر کال د دې ټولنې ۵۲ غړیو هېوادونو رسنیو ته د دوی د رسنیز کار او وړتیاوو له کبله ورکول کیږي.

Trending

Exit mobile version