International Sports

آریانا تلویزیون د ابوظبي ۱۰ اوریز کرکټ لیګ سیالۍ خپروي

په دې ټورنمنټ یا سیالیو کې ۱۰ لوبډلې برخه لري او د ابوظبي ښار په زاید کرکټ لوبغالي کې به په ۱۲ ورځو کې ټولې ۴۰ لوبې ترسره شي.

Published

on

د ابوظبي ۱۰ اوریزو سیالیو لیګ اتم ځواکمن پړاو د پنجشنبې پر ورځ د لیندۍ پر لومړۍ / د نومبر پر یوویشتمه د ابوظبي او عجمان بولټز لوبډلو تر منځ پیل کیږي.

آریانا راډیو او ټلویزیون شبکې (ATN) په ټول افغانستان کې د کرکټ مینه والو ته دا زړه راکښونکې سیالۍ پر ژوندۍ بڼه خپروي.

سږنۍ سیالۍ پراخه بڼه لري؛ چې ۱۰ لوبدلې په یوه پړاو کې سیالي کوي او ۵ غوره لوبډلې به په فاینل کې سره مخ کیږي.

په دې ټورنمنټ یا سیالیو کې ۱۰ لوبډلې برخه لري او د ابوظبي ښار په زاید کرکټ لوبغالي کې به په ۱۲ ورځو کې ټولې ۴۰ لوبې ترسره شي.

دفاعي اتل نیویارک سټرایکرز به د نومبر پر دوه‌ویشتمه د موریسویل سامپ ارمی پر وړاندې خپله دفاع پیل کړي.

په سږنۍ سیالۍ کې د ۱۸ بېلابېلو هېوادونو لوبغاړي برخه لري، چې د ابوظبي ۱۰ اوریز لیګ ارزښت به پر نړیواله بڼه نندارې ته وړاندې کړي.

د افغانستان د راشد خان په ګډون افغان کرکټ ستوري به د لوبډلو له ستورو سره یوځای شي او د کرکټ یو نه هېرېدونکی پړاو به نندارې ته وړاندې شي.

د ابوظبي ۱۰ اوریز لیګ لومړنی ۱۰ اوریز کرکټ ټورنمنټ دی، چې د کرکټ نړیوالې شورا لخوا منل شوی دی.

تمه ده، چې په دې نوي پړاو کې به ۱۷۹ غوره ستوري شتون ولري او دا به د تاریخ ترټولو پر ستر پړاو بدل کړي.

په نړۍ کې د غوره لوبغاړو پر وړاندې کولو دې لیګ د خلکو په زړونو کې چټک ځای وموند او نن په ټوله نړۍ کې له ۴۰۰ میلیون ډېر مینه‌وال لري.

له آریانا ټلویزیون او آریانا نیوز سره اوسئ، چې له دې ټولو زړه‌اکښونکیو سیالیو په اړه له خبرونو او پروګرامونو خبر شئ.

Trending

Exit mobile version