لوبی
آریانا تلویزیون د افغانستان فتسال غوره لیګ سیالۍ خپروي
ټاکل شوې، چې آریانا تلویزیوني شبکه خپلو میلیونونو درنو لیدونکیو ته د افغانستان فتسال غوره لیګ زړه راکښونکې سیالۍ د سلواغې پر ۲۶ نېټه پیل او تر ۱۸ مې هغې پورې دوی ته په ژوندۍ بڼه وړاندې کړي.
د افغانستان فوتسال غوره لیګ دوهیم پړاو سیالۍ د افغانستان فوتبال فدراسیون او آریانا تلویزیوني شبکې لخوا مدیریت او خپرېږي.
د پچې اچونې مراسم به د سلواغې پر ۱۸ نېټه د ماښام پر ۷:۰۰ بجو پیل او له آریانا تلویزیون څخه به په ژوندۍ بڼه خپاره شي.
د پرانستې مراسم او سیالۍ به د روانې میاشتې پر ۲۶ نېټه د ماسپښین له ۳:۰۰ بجو څخه پر ژوندۍ بڼه وړاندې کیږي.
د دغه لیګ د لوبغاړیو د داوطلبۍ مراسم به د سلواغې پر ۱۸مه ترسره شي.
د لیګ په بهیر کې هره ورځ دوه لوبې ترسره کیږي؛ د سیالیو خپرونه به د ماسپښین پر ۳:۰۰ بجو پیل شي او د شپې تر ۸:۰۰ بجو به روان وي. دغه راز به د لوبې د مخکینۍ نندارې، ورځنیو لوبو او له لوبو وروسته به د بحثونو لیدونکي هم وئ.
په دې تورنمنت یا سیالیو کې به لس لوبډلې برخه ولري.
فوتسال په افغانستان کې په پرلپسې توګه شهرت ته رسېدلی دی.
افغانستان د آسیا د فوتبال کنفدراسیون په درجه بندۍ کې د ۳۶ هېوادونو په ډله کې ۲۴ ځای لري.
تېر کال د فوتسال په ۱۵ ورځنيو سیالیو کې ۲۲ لوبډلو برخه اخیستې وه، چې د هېواد له ګوټ ګوټ څخه یې ځوان استعدادونه جذب کړل.
د تېر کال په سیالیو کې د فوتسال یو شمېر روزونکیو اعلان وکړ، چې په تېرو څو کلونو کې د هېواد د لوبغاړیو مهارتونه د پام وړ ښه شوي او دا ډول سیالۍ د لوبغاړیو لپاره ځانګړی ارزښت لري.
ډاډ ترلاسه کړئ، چې د آریانا تلویزیون تازه معلومات په ټولنیزو رسنیو او یا هم د نورو جزئیاتو لپاره دلته د آریانا نیوز په ویب پاڼه کې وڅارئ.
د سیالیو مهالوېش د لیدلو لپاره دا ځای کېکاږئ.