لوبی
آریانا زاډیو ټلویزیون د IPL سیالیو د خپرولو تړون لاسلیک کړ
دا سیالۍ د ۲۰۲۵ کال د مارچ پر څوارلسمه پیلیږي او د می تر بېنځهءویشتمې به روانې وي
د آریانا راډیو ټلویزیون (ATN) یو ځل بیا په افغانستان کې د هند غوره لیګ (IPL) زړه راکښونکیو سیالیو د ژوندۍ ځانګړې خپرونې حق ترلاسه کړ.
دا سیالۍ د ۲۰۲۵ کال د مارچ پر څوارلسمه پیلیږي او د می تر بېنځهءویشتمې به روانې وي
د هند کرکټ بورډ تر اوسه د دغو سیالیو مهالویش نه دی اعلان کړی.
د تېر کال ته ورته د راتلونکي کال په سیالیو کې به ۱۰ لوبډلې په ۷۴ لوبو کې برخه واخلي.
د کلکته نایټ رایډرز لوبډله دفاعي اتلولي لري. دې لوبډلې په ۲۰۲۴ کال کې په وروستۍ لوبه کې سن رایزرز حیدرآباد ته پر ماتې ورکولو درېیمه اتلولي خپله کړه.
لوبډلې دا دي:
– چینای سوپر کینګز
– ډیلي کپیټلز
– ګجرات ټایټنز
– کلکته نایټ رایډرز (دفاعي اتل)
– لکنو سوپر جایانټز
– ممبی انډیینز
– د پنجاب کینګز
– راجستان رویالز
– رایل چیلنجرز بنګلور
سنرایزرز حیدرآباد
د هند ۲۰۲۵غوره لیګ به د لوبډلو زړهراکښونکیو بدلونونو، د لوبډلو د لوبغاړو په جوړښت کې بدلون او د لوبغاړو ستراتیژیکې داوطلبۍ شاهد وي.
د بېلګې په توګه، ریشاب پنټ په جده کې د لوبغاړو د داوطلبۍ په لومړۍ ورځ د ترټولو قیمتي لوبغاړي ریکارډ مات کړ. کله، چې لکنو سوپر جایانټز دا ستوری پر ۳ اعشاریه ۲۰ میلیون ډالرو وپېرو.
همدارنګه پنجاب کینګز شریاس آییر په ۳ اعشاریه ۱۷ میلیون ډالرو واخیست.
د هند غوره لیګ د لوبغاړو د داوطلبۍ په مراسمو کې د تر ټولو ځوان لوبغاړي د اخیستو شاهد و.
د هند یو دیارلس کلن لوبغاړی وییهاو سوریاوانشي د راجستان رویلز سره پر ۱۳۰ زره ۵۰۰ ډالرو یوځای شو.
اووه افغان لوبغاړي هم د دغو سیالیو لپاره غوره شوي او راشد خان هم په کې شته، چې د ګجرات ټایټاینز لخوا پر ۲ اعشاریه ۱ میلیون ډالرو وساتل شو.
کریم جنت به د لومړي ځل لپاره د هند غوره لیګ کې ولوبېږي. نوموړی د ګجرات ټایټنز لخوا پر ۸۸ زره ډالرو اخیستل شوی.
نور احمد د چنای سوپر کینګز لخوا پر ۱ اعشاریه ۱۸ میلیون ډالرو اخیستل شوی.
عظمت الله عمرزی پر ۲۸۴ زره ډالره پنجاب کینګز اخیستی.
رحمان الله ګربز د کلکتې نایټ رایډرز لخوا د ۲۳۶ زره ډالرو په بدل کې وټاکل شو.
فضل الحق فاروقي پر ۲۳۶ زره ډالرو راجستان رویالز سره یوځای شو.
۱۸ کلن ځوان الله محمد غضنفر د ممبۍ انډینز لخوا پر ۵۶۸ زره ډالرو وپېرل شو.
په داسې حال کې، چې تر اوسه د دغو سیالیو جزئیات ندي اعلان شوي؛ د هېواد پر کچه د کرکټ مینهوال کولی شي د سیالیو په اړه د خبرونو او معلوماتو لپاره آریانا راډیو تلویزیون او ټولنیزې رسنۍ وګوري.
تلویزیون آریانا مسابقات جام قهرمانان کریکت ۲۰۲۵ را نشر میکند
