لوبی

آریانا شبکې د کورني یو ورځني کرکټ ټورنمنټ د خپرولو حق خپل کړ

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۷, ۱۴۰۱)

د آریانا نړیوالې ټلویزیوني شبکې د افغانستان د کرکټ بورډ د نوې یوې ورځنۍ کورني سیالیو زرغون افغانستان یو ورځني ټورنمنټ، چې د یکشنبې پر سهار پیلیږي؛ د خپرولو حق ترلاسه کړ.

د افغانستان کرکټ بورډد څرګندونو له مخې؛ دغه سیالۍ د یکشنبې پر ورځ د وري ۱۸ / مې پر اتمه نېټه په خوست ولایت کې پیلېږي او درې لوبډلې( پامیر اتلان، میوند مدافعین او هندوکش مهاجمان) به په دې تورنمنټ کې ولوبیږي.

آریانا ټلویزیون به د یکشنبې پر ورځ پر سیمه ییز وخت د سهار پر ۸:۳۰ دغه لوبې پر ژوندۍ بڼه خپرول پیل کړي.

پامیر، میوند او ندوکش د افغانستان نومیالۍ سیمې دي او دا هره لوبډله ورسره ځانګړی تړاو لري. میوند د کندهار ولایت یوه تاریخي سیمه ده، چې خپل ځانګړي ارزښت یې خوندي کړی او همدارنګه پامیر او هندوکش د افغانستان دوه لوړ او نومیالي غرونه دي.

دغه سیالۍ به په یوه ورځنۍ بڼه ترسره شي او ټولټال اووه لوبې به په ۱۲ ورځو کې ترسره شي. درې واړه لوبډلې به لوبې وکړي او د می پر ۲۰ نېټه پای لوبه تر سره شي.

د کرکټ بورډ د څرګندونو له مخې؛ په لوبو کې به د ملي لوبډلې ټول غړي او ځلانده ستوري برخه ولري او ځوان لوغاړي به وهڅول شي.

د دې کار موخه د ځوانو لوبغاړیو د مهارتونو لوړول او د ملي لوبډلې تجربه لرونکیو لوبغاړیو ته د هغوی ورپېژندل دي.

د افغانستان کرکټ بورډ مشر میرویس اشرف ویلي، دا کار یې د دې لوبې د پراخولو لپاره په نظر کې نیولی؛ ځکه زمونږ ولس د کرکټ له لوبې سره مینه لري او مونږ هڅه کوو، چې دا لبه په هېواد کې پراخه کړو. په دې ټورنمنټ کې به د ځوانو لوبغاړیو تر څنګ د مشرانو لوبغاړیو ګډون هم د ویاړ وړ وي. زه له مینه والو څخه غوښتنه کوم، چې راشي او په لوبغالي کې دا لوبې وګوري.

نوموړي زیاته کړې: مونږ په راتلونکیو میاشتو کې سوپر لیګ لوبو ته هم سترګې پر لار یوو. دا ټورنمنټ به زمونږ لوبغاړي نړیوالو لوبو ته چمتو کړي.

د کرکټ بورډ اجرائیوي مشر نصیب خان ویلي، د زرغون افغانستان نوم د دې لپاره غوره شوی، چې د هېواد طبیعي ښکلا انځوریزه کړي.

هغه زیاتوي: مونږ تمه لرو، چې د خوست او نږدې ولايتونو مينه وال په لوبغالي کې له دې اختریز جشن څخه خوند واخلي؛ ځکه، چې ملي اتلان سيمه له خوښیو برخمنوي.

 

د لوبې مهالوېش په لاندې ډول دی:

 

پامیر اتلان د میوند مدافعانو پر وړاندې؛ یکشنبه د غویی ۱۸ / د می ۸ د سهار ۹ بجې

د میوند مدافعین د هندوکش مهاجمانو پر وړاندې؛ سې شنبه د غویی ۲۰ / د می ۱۰ د سهار ۹ بجې

د هندوکش مهجمان د پامیر اتلانو پروړاندې؛ پنجشنبه د غویی ۲۲ / د می ۱۲ د سهار ۹ بجې

د پامیر اتلان د میوند مدافعانو پر وړاندې؛ شنبه د غویی ۲۴ / د می ۱۴ د سهار له ۹ بجې

د میوند مدافعان د هندوکش مهاجمانو پروړاندې؛ دوشنبه د غویی ۲۶ / د می ۱۶ د سهار ۹ بجې

د هندوکش مهاجمان د پامیر اتلانو پر وړاندې چارشنبه د غویی ۲۸ / د می ۱۸ د سهار ۹ بجې

 

د دواړو غوره نمرو لرونکیو لوبډلو ترمنځ فاینل لوبه به د جمعې پر ورځ د غویي ۳۰ / د می ۲۰ د سهار پر ۹ بجو پیل شي.

د یادونې ده، چې آریانا نړیواله شبکه به دا لوبې پخپل ټاکلي وخت په ژوندۍ بڼه په ټاکلیو ورځو کې خپروي او د خپراوي دا ویاړ یې خوندي ساتلی دی.

Trending

Exit mobile version