تازه خبرونه

آریانا نړیوال ټلویزیون د ویډیو په ثبتولو کې د مرستې غوښتنې یو نوی پروګرام پیل کړ

Published

on

Last Updated on: زمری ۱۶, ۱۴۰۳

آریانا نړیوال ټلویزیون (ATN) د سې شنبې پر ورځ (د غبرګولي اوومه) دهېواد دننه د ویډیو په ثبتولو کې د مرستې غوښتنې تر سرلیک لاندې خپل نوی پروګرام پیل کړی او د منځپانګې تولیدوونکیو ته اجازه ورکوي، چې آریانا نیوز ته خپلې خبر جوړوونکې ویډیوګانې او انځورونه راولېږي.

په پیل کې کولی شئ خبري انځورونه او ویډیوګانې WhatsApp ته راولیږئ، چې آریانا نیوز یې وارزوي. که ومنل شي؛ نو ورسره یو رسمي بهیر پیلیږي، چې وروسته به د منځپانګې رالېږونکي ته د رالېږلو پیسې ورکړ شي.

دا مشارکتي نوښت په ځانګړي توګه د بېړنیو خبرونو د ترلاسه کولو لپاره ګټور دی؛ ځکه هر څوک، چې یو ځیرک ګرځند ولري او د پیښې د پېښېدا په ځای کې وي، کولی شي سمدستي ترې خپله ویډیو او انځور آریانا نیوز ته د کارولو لپاره راواستوي.

له رالېږنې وروسته آریانانیوز د کارولو لپاره وډیډیو او انځور غوره کوي او بیا د منځپانګې له اخیستونکي او رالېږونکي سره اړیکه نیسي.

د ویډیوګانو یا انځورونو د ارزولو لپاره ځانګړي پړاوونه په پام کې نیول شوي او داسې مقررات شته، چې باید ومنل شي.

د ویډیو او انځورونو د رالېږلو لارښوونې

ټوله رالېږل شوې منځپانګه باید اصلي او ستاسو لخوا رامنځته شوې وي. مونږ هغه منځپانګې او توکي نه منو، چې په کې د چاپ له حق یا سوداګریزو قوانینو سرغړونه شوې وي.

مونږ ته له اوبپاڼو څخه ډاونلوډ شوې ویډیوګانې یا انځورونه مه رالېږئ.

کیفیت: کیفیت لرونکې منځپانګه، چې څرګند تمرکز په کې وي؛ د منلو شونتیا به یې ډېره وي.

تړاو: مونږ د خبري پېښې اړوند منځپانګې ته اړتیا لرو، چې انځورونه او ویډیوګانې رانغاړي. پخوانۍ منځپانګې، چې تېرې پېښې یې انځوریزه کړې وي؛ نه منل کیږي.

اجازې: ټوله هغه منځپانګه، چې مونږ یې کاروو؛ د هغه چا له‌خوا لاسلیک شوې اجازې ته اړتیا لري، چې له پېښې څخه یې ویډیو یا انځور اخیستی. له دې سره دا ډاډ تر لاسه کیږي، چې مونږ د فردي منځپانګې د کارولو اجازه لرو.

د چاپ حق: ډاډ ترلاسه کړئ، چې تاسې د خپلو فایلونو حقونه لرئ یا مو د پلورلو لپاره لازمه اجازه ترلاسه کړې. تاسې باید د چاپ حق یا سوداګریزې نښې لرونکي داسې توکي راونه‌لېږئ، چې د شریکولو قانوني حق یې نلرئ.

ځانګړنه یا انحصار: د منځپانګې جوړوونکي یا رالېږونکي باید موافق وي، چې مونږ ته د بشپړ انحصار حق رالېږدوي. د تړون له لاسلیک کولو وروسته د جوړونې رالیږونکی نشي کولی ویډیو بیا وپلوري یا کوم بل خبري سایټ ته یې ولېږدوي او هم نشي کولی، چې اړوند منځپانګه په خپل یا کوم بل پلیټفرم کې اپلوډ یا وکاروي.

اومه توکي: ټولې ویډیوي او انځوریزې رالېږنې باید اصلي بڼه ولري – باید اومه توکي وي؛ پرته له نښې یا لوګو، واټر مارک، ټنګ ټکور، متن او داسې نور ونلري.

ځای او نېټه: ډاډ ترلاسه کړئ، چې د پېښې ځای او سمه نېټه ولیکل شي، چې دا اړینه ده.

تادیه: د پیسو ورکړه او تادیه یوازې هغه وخت ترسره کیږي، چې د ویډیو له کارولو سره هوکړه شوې وي او د منځپانګې له جوړوونکي سره لاسلیک شوی تړون ولرو. لېږنه په اتوماتيک ډول د خپرونې لپاره وړ نده.

د کارولو حق: د آریانا شبکه به لومړی او بشپړ حق ولري، چې منځپانګه شریکه او وکاروي او یا یې له آریانا نیوز او نورو شریکانو سره شریکه کړي. درېیمه ډله یا شریکان به له اړتیا سره سم د منځپانګې برانډ کولو بشپړ حق ولري. که منځپانګه مخکې بل شرکت ته لېږل شوې او یا پلورل شوې وي؛ دا ډول رالېږنه به ونه‌منل شي.

د منځپانګې د جوړونکي یا رالیږونکي هویت: د منځپانګې د ټولو جوړوونکیو یا رالیږونکيو نومونه پټ ساتل کیږي.

Trending

Exit mobile version