تازه خبرونه
آریانا ټلویزیون د کرکټ ۲۰ اوریز نړیوال لیګ د درېیم پړاو سیالۍ خپروي
د دې سیالیو درېیم پړاو، چې د شنبې پر ورځ د مرغومي له دوهویشتمې د سلواغې تر یوویشتمې / د جنوري له یوولسمې څخه د فبروري تر نهمې پورې به روانې وي؛ د کرکټ په نړیوالو سیالیو کې خپل دریځ پیاوړی کړی او اوس په نړۍ کې د دوهیم ډېر لیدل شوي لیګ په توګه پېژندل کیږي.
آریانا راډیو ټلویزیون د نوي ۲۰۲۵ کال له پیلېدا سره درنو هېوادوالو ته د کرکټ نړیوال ۲۰ اوریز لیګ د سیالیو درېیم پړاو پر ژوندۍ او قانوني بڼه خپروي.
د دې سیالیو درېیم پړاو، چې د شنبې پر ورځ د مرغومي له دوهویشتمې د سلواغې تر یوویشتمې / د جنوري له یوولسمې څخه د فبروري تر نهمې پورې به روانې وي؛ د کرکټ په نړیوالو سیالیو کې خپل دریځ پیاوړی کړی او اوس په نړۍ کې د دوهیم ډېر لیدل شوي لیګ په توګه پېژندل کیږي.
تېر کال د دې زړهراکښونکو دوهیم پړاو سیالیو د لیدو لپاره له ۲۲۰ میلیون ډېرو لیدونکو نوی ریکارډ جوړ کړ.
درېیم پړاو به یې هم د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د کرکټ په دودیزو او نادودیزو بازارونو کې پراخه پوښښ ولري.
د کرکټ نړیوال ۲۰ اوریز لیګ د درېیم پړاو پرانسته به د شنبې پر ورځ (د مرغومي دوهویشتمه / د جنورۍ یوولسمه ) د دبۍ په نړیوال لوبغالي کې له شاندارو مراسمو سره ترسره شي.
دا زړهراکښونکې پېښه به پر ځايي وخت له غرمې وروسته پر ۶:۳۰ پیل او له آریانا ټلویزیون څخه به پر ژوندۍ بڼه خپره شي.
د درېیم پړاو لومړۍ لوبه به د اماراتو ايمآی اتله لوبډله او کوربه لوبډلې دبۍ کپیټلز ترمنځ وي.
د کرکټ په دې نړیوال لیګ کې ۶ لوبډلو د درېیم فصل لپاره د ۲۰ اوریز کرکټ لاندې ځینې ستر نومونه رانغاړلي دي:
لوبغاړي اندره راسل او سانیل ناراین به د ابوظبي نایټ رایډرز استازیتوب کوي. په داسې حال کې، چې الکس هیلز او شرفان راثرفورډ به د ډیزرټ وایپرز لپاره لوبې روانې وساتي.
د دبۍ کپیټلز لوبډله به ډیویډ وارنر او رومن پاول وساتي. دغه راز کریس جورډن او شیمرون هټمایر به د ګلف جایانټز لوبډلې لپاره لوبې وکړي.
د اماراتو ایمآی لوبډله بیا په خپل جوړښت کې نیکولاس پوران او اکیل حسین لري او د شارجې واریرز لوبډله هم عادل رشید او جانسن چارلیز بېرته خپلې لوبډلې ته راوستي دي.
جیسون روی له انګلستان څخه لیګ ته راستون شوی او اوس به د شارجه واریرز لپاره لوبه وکړي. په داسې حال کې ، چې په تېر پړاو کې د ابوظبي نایټ رایډرز لپاره دوه ځله لوبېدلی دی.
شارجه واریرز هم د نیوزیلینډ سوټي په ګډون خپله لوبډله پیاوړې کړې ده، چې په خپل لومړي پړاو کې به د لوبډلې مشري کوي.
د ویسټ انډیز پخوانی لوبډلمشر جیسون هولډر ښایي د ابوظبي نایټ رایډرز سره یوځای شي. په داسې حال کې، چې تېره لوبه یې له دبۍ کپیټلز لوبډلې سره ترسره کړې وه.
دغه راز درېیم پړاو به څو زړهراکښونکې نوې زیاتونې هم ولري.
فخر زمان او لاکي فرګوسن به د ډیزرټ ویپرز لوبډلې لپاره ولوبیږي، شای هوپ به له دبۍ کپیټلز سره او روسټون چیس به د ابوظبی نایټ رایډرز لپاره لوبې وکړي.
مټیو ویډ او د افغانستان ابراهیم ځدراڼ به پر ترتیب د شارجه واریرز او ګلف جایانټز ته ځواک وروبښي. په داسې حال کې، چې روماریو شپرډ به د ایمآی امارات لپاره لیګ ته له لوبې برخمن شي.
د یادونې ده، چې په ټول افغانستان کې د کرکټ مینهوال کولی شي د نورو خبرتیاوو او تازه معلوماتو لپاره د آریانا راډیو ټلویزیون ATN تر څنګ زمونږ ټولنیزې رسنۍ هم وڅاري.
د سیالیو مهالوېش