لوبی

آریانا ټلویزیون د ۲۰۲۴ پاریس المپیک سیالیو د خپراوي حق تر‌لاسه کړ

Published

on

(Last Updated On: وری ۲۹, ۱۴۰۳)

آریانا نړیواله ټلویزیوني شبکه خپلو مینه‌والو ته له خوښیو پر ډک زیري څرګندوي، چې د نړۍ د یوې سترې سپورټي پېښې (  ۲۰۲۴ پاریس المپیک سیالۍ) د خپراوي حق یې تر‌لاسه کړی دی.

د ۲۰۲۴ پاریس المپیک سیالۍ به پر رسمي، قانوني او ځانګړي توګه له آریانا ټلویزیون څخه خپرې شي.

دا لوبې به د جولای پر شپږویشتمه پیل او د اګست تر یوولسمې به روانې وي.

آریانا ټلویزیون تل هڅه کړې، چې د افغانستان خلکو ته غوره ملي او نړیوالې لوبې خپرې کړي.

په تېرو څو کلونو کې آریانا ټلویزیون د کرکټ په ګډون د فوټبال، فوټسال او المپیک سپورټي سیالۍ خپرې کړې دي.

آریانا تلویزیون د ۲۰۲۰ ز. کال توکیو لوبې او د ۲۰۲۲ کال د بیجینګ ژمنۍ لوبې هم په ځانګړي توګه خپرې کړې دي.

د ۲۰۱۶ کال ریو لوبې هم په ځانګړي توګه آریانا ټلویزیون خپرې کړي.

د ۲۰۲۴ پاریس المپیک سیالیو پیل ته درې میاشتې پاتې دي؛ خو رسمي بهیر یې روان دی.

د سې شنبې پر ورځ د المپیک چارواکو ټینګار وکړ، چې د پاریس لوبې به د یو نوی پړاو زیری له ځان سره ولري او د تېر پر پرتله به ځوانې، پراخې، پوره ښاري او باثباته وي.

د المپیک نړیوالې کمیټې مشر توماس باخ ویلي: دا به د اولمپیک لومړۍ لوبې وي، چې د جنسیت پر برابرۍ ترسره کیږي؛ ځکه، چې نړیوالې کمیټې په سلو کې ۵۰ ځایونه نرینه او ښځینه لوبغاړو ته ځانګړي کړي دي.

د پاریس د دغو لوبو تنظیمولو کمیټې مشر توني سټنګوټ ویلي، چې ښځو د لومړي ځل لپاره په ۱۹۰۰ ز. کال کې د پاریس د لوبو کډونوالې شوې.

دغه راز د ۲۰۲۴ پاریس المپیک مشال د سې شنبې پر ورځ د یونان په اولمپیا کې پخپله لرغونې بڼه د نړیوالو بحرانونو تر سیوري لاندې له هیلو ډک روښانه شو.

توماس باخ په دې مراسمو کې ویلي: په پخوانیو وختونو کې د اولمپیک لوبو د یونان دولتونه په ځانګړي توګه د جګړو او نښتو پر مهال سره نږدې کول.

باخ زیاته کړې: نن د المپیک لوبه یوازنۍ پېښه ده، چې ټوله نړۍ په سوله‌ییزو سیالیو کې سره یو ځای کوي. لکه څنګه، چې نن د اولمپیک لوبغاړي دا پیاوړی پیغام لېږدوي: هو! دا ممکنه ده، چې له یو بل سره سخته سیالي وکړو؛ خو بیا هم تر یوه چتر لاندې سوله‌ییز ژوند ولرو.

په يونان کې يوولس ورځنی لاریون روان دی او شاوخوا شپږ سوه کسان به د اور‌لمبه د هېواد په ٤١ سیمو کې پېنځه زره کيلومټره ولېږدوي.

د اولمپيک مشال به د اپريل پر شپږویشتمه په پاناتنائيک لوبغالي کې د يو لړ مراسمو پر مهال د لوبو تنظيموونکیو ته، چې د ١٨٩٦ کال د اولمپيک د لومړيو عصري لوبو ځای دی؛ وسپارل شي.

لس زره مشال لېږدوونکي به دا لمبه د فرانسې ۶۴ سیمو ته ولیږدوي.

مشال به د خپل ۱۲ زره کیلومټري سفر په بهیر کې له ۴۰۰ ښارونو او لسګونو سیاحتي سیمو  فرانسې او له فرانسې بهر د کارابین بحر، د هند بحر او ارام سمندر له سیمو تېر شي.

د ۲۰۲۴ پاریس المپیک لوبو پرانیستلو مراسم به د جولای پر شپږویشتمه ترسره شي.

د یادولو ده، چې د ۲۰۲۴ پاریس المپیک لوبو لیوال کولی شي په ټول افغانستان کې د دغو سیالیو د جزئیاتو معلومولو لپاره آریانا او آریانانیوز اوبپاڼې وګوري او وڅاري.

Trending

Exit mobile version