تازه خبرونه
آریانا افغان هوايي شرکت د یوه مسافر وړونکي الوتکه پېرودلې- نادرعمر
آریانا افغان هوايي شرکت د دوه اشاریه پېنځه څلوېښت میلیون دالرو پر ارزښت یوه مسافر وړونکي الوتکه پېرودلې ده.
د آریانا افغان هوايي شرکت دغې الوتکې په نورو هېوادونو کې هم له دې مخکې الوتنې کړي.
د یاد شرکت مسوولین وایي، د نوې الو تکي د پېرودلو لپاره مو پوره مالي امکانات نلرل؛ نو، ځکه د کاریدلې الوتکې پېرودلو ته اړ شو.
آریانا افغان شرکت زیاته کړې، چې د دغې نوې الوتکې سره به د دغې تصدۍ په خدمتونو کې د پام وړ ښه والي راشي.
د آریانا افغان هوايي شرکت عمو مي رییس محمد نادر عمر وایي، په هېواد کې مو د آزاد آسمان تر نامه لاندې قانون کورني هوايي شرکتونه له ګڼو ستونزو سره مخ کړي او د نړۍ د لویو شرکتونو الوتنې یوه ستره ننګونه ده.
د یادي اداري مسوولین وايي؛ په تخنیکي او بشري برخه کې هم باید په دې شرکت کې نوي بدلونونه رامنځته او چارې په ښه توګه تر سره شي.
د آریانا افغان هوايي شرکت عملیاتي رییس منیر احمد الیاد وایي، مونږه د ظرفیتونو په برخه کې تازه کارونه لرو؛ مسلکي کسانو او د تخنیکي برخي لوړول هم زمونږه د کار تازه برخې دي او په دې برخه کې مو کارونه سم روان دي.
د خصوصي سکتور ځنې غړي بیا وايي د آریانا د خدمتونو د لوړولو لپاره باید حکومت او خصوصي سکتور سره ګډه پانګونه تر سره کړي.
د افغانستان د سوداګرۍ نړیوالې خونې غړی قدیر بهمن وایي، چې آریانا د هېواد یو ملي شرکت دي؛ خو په دې شرکت کې د ظرفیت د نشتوالي له کبله خدمتونه معیاري ندي. که له خصوصي سکتور سره دولت پدې کې ګډه پانګونه وکړي دا به ښه کار وي.
د آریانا افغان هوايي شرکت مسوولین وايي، که د دې تصدۍ مشترکین ور سره همکاري زیاته کړي؛ نو دوی به په نږدي راتلونکي کې د نورو الوتکو د پېریدلو جوګه هم شي.
د یاد شرکت مسوولین وايي؛ هڅې کوو، چې دوه نورې الوتکي هم وپېرو.
خبریال: اسلم حجاب