پرمختګ او بشپړتیا
آریانا نیوز له بې بي سي( فارسي) څانګې سره خپرنیزه همکاري پیل کړه
د دغې همکارۍ له مخې؛ آریانا نیوز تلویزیون د خپلو لیدونکیو لپاره د بې بي سي( فارسي) [ برنامههای ۶۰ دقیقه، صفحه دو آخر هفته، پرکار، به عبارت دیگر و کلیک] خپرونې هم خپروي.
بې بي سي( فارسي) تلویزیونې څانګه، رادیو، وبسایت او ټولنیزې شبکې په افغانستان کې هره اوونۍ ۲۱ میلیون اوونیز مینه وال لري، چې اته میلیون او بېنځه سوه یې کسان یې په افغانستان کې اوسیږي.
د بې بي سي( فارسي) تلویزیون په افغانستان کې ۱۲ میلیون اونیز اوریدونکي لري، چې د دې هېواد د لویانو ۵۹ سلنه جوړوي.
د افغانستان لپاره بې بي سي؛ پښتو، دري، فارسي، ازبکي او انګلیسي خپرونې لري، چې تلویزیوني، رادیوي او برښنایي خپریږي.
د بې بي سي د نړیوال تلویزیون د سوداګریزې پراختیا مدیر سایمون کندل ویلي؛ خوښ یم، چې د آریانا نیوز له خبري څانګې د بې بي سي یو لړ خپرونې افغان مینه والو ته وړاندې کیږي. په افغانستان کې د بې بي سي تلویزیون وده او پراختیا خوشحاله کړی یم او هیله من یم، چې مینه وال مو د دغو خپرونو تر څنګ له رادیو او برښنایي برذخو هم خوند واخلي.
د آریانا تلویزیون نړیوالې څنګې عامل مدیر علي قاسمي ویلي؛ د آریانا تلویزیون نړیواله شبکه په ۲۰۰۵ کال کې نړۍ ته د یوې کړکۍ د پرانستې پر موخه کار پیل کړ، چې د ټولې نړۍ خبرونه او د لیدنې وړ ښوونیزې او ورزشي خپرونې د افغانستان اوسیدونکیو ته وړاندې کړي. مونږ د بې بي سي د پېژندل شویو خپرونو له وړاندې کولو او په خپلو خپرونو کې یې له ورزیاتولو خوښ یو او مونږ دې همکارۍ ته د خپلو مینه والو کورونو ته د نړۍ د وردننه کولو په سترګه ګورو.
د بې بي سي(فارسي) تلویزیون خپرونې د هاتبرد، یاه ست و تله ستار ۱۲ سپوږمکۍ، وبسایت او یوتیوب او دغه راز د ټولنیزو شبکو( فیسبوک، تویتر او اینستاګرام) له لارې د لیدو وړ دي.