International Sports
آر سي بي د ۲۰۲۵ آی پي ایل سیالیو د پرانیستې لپاره اورلوبه وکړه
د هند غوره لیګ په لومړۍ لوبه کې رویال چلنجرز بنګلور د کلکتې نایټ رایډرز ته د ۷ ویکټو پر توپیر ماتې ورکړه.
رویال چلینجرز بنګلور (آر سي بي RCB) لوبډلې د ټاټا ۲۰۲۵ IPL سیالیو پیل پر اورلوبه وکړ او ورسره د دې سیالیو زړهراکښونکی پړاو پیل شو.
د هند غوره لیګ په لومړۍ لوبه کې رویال چلنجرز بنګلور د کلکتې نایټ رایډرز ته د ۷ ویکټو پر توپیر ماتې ورکړه.
د راجاټ پټیدار پر مشرۍ لوبډلې په اتهلسمم اوور کې پر ۲۲ توپونو ۱۷۵ منډې جوړې کړې.
ویرات کوهلي، چې د ټاټا آی پي ایل په تاریخ کې تر ټولو زیاتې منډې جوړونکی لوبغاړی دی؛ په ۲۰۲۴ کال کې یې له هغه ځایه لوبه پیل کړه، چې پریښې یې وه. د فیل سالټ (۵۶ په ۳۱ توپونو) سره د یوې غوره پرانیستونکې ملګرتیا وروسته په ۵۹ منډو ناسوځېدلی پاتې شو.
د یکشنبې پروګرام
سنرایزرز حیدرآباد به د یکشنبې پر ورځ د وري درېیمه / د مارچ درویشتمه د حیدرآباد په راجیو ګاندي نړیوال لوبغالي کې له راجستان رویالز سره مخ شي.
دا لوبه به د افغانستان پر وخت د ماسپښین پر دوه بجو د آریانا ټلویزیون له لارې پر ژوندۍ بڼه خپره شي.
د ورځې په دوهیمه لوبه کې چینای سوپر کینګز به د چینای په ایم اے چیدامبرم لوبغالي کې له ممبۍ انډینز سره مخ شي.
د دې لوبې ژوندۍ خپرونه به د ماښام پر ۶:۱۵ له آریانا تلویزیون څخه پیل شي.
د دې سیالیو په اړه د معلوماتو لپاره د آریانا ټلویزیونATN او آریانا نیوز ATNN ټولنیزو رسنیو پاڼې وګورئ.
