لوبی
آسترالیایي ماکسول د نړیوال جام نیمه پایلوبې ته ناشونې بریا ترلاسه کړه
رویترز څرګنده کړې، چې ګلن ماکسول له ستونزو سره مبارزه وکړه؛ پر ۱۲۸ توپونو یې ۲۰۱ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې، آسترالیا یې د نړیوال جام په یوه لوبه کې افغانستان ته پر درې ویکتو ماتې ورکړه او لوبډله یې نیمه پایلوبې ته ورسوله.
افغانستان د سې شنبې پر ورځ د نړیوال جام له اتلولۍ پېنځه ځلې برخمنې لوبډلې ته د خپلې سترې بريا پر سترګه کتل، چې د اووه لوبغاړیو پر سوځېدو يې ۹۱ منډې جوړې کړې؛ ورته د ۲۹۲ منډو هدف وټاکه، خو ماکسول پخپلو بېساریو هڅو شونې ماته ناشونې کړه او د لوبډلمشر پت کامینز پر ملاتړ یې آسترالیا ټاکلې موخې ته ورسوله.
دې ښي لاسي توپوهونکی ته په روانو پنځوس اوریزو سیالیو کې له ښو ډېرو منډ وروسته عضلاتي دردونه پیدا شول؛ خو هڅه یې وکړه، چې خپل دردونه د شپږیزو او څلوریزو پر ترسره کولو پوره مدیریت کړي.
ماکسول د خپلې ګوډې پښې د منډو په بهیر کې ۲۱ څلوریزې او ۱۰ شپږیزې ووهلې او اړوند سیالیو ته یې دوه سلیزه ډالۍ وړاندې کړه.
ماکسول څرګنده کړې: وېروونکې ده؛ ما ټکانورکوونکی احساس وکړ او زه نېکمرغه وم، چې تر پایه په لوبه کې پاتې شوم.
کامینز پر ۱۲ توپونو ۶۸ ناسوځېدلې منډې وکړې؛ خو تر ټولو مهمه دا، چې د اتمې ویکتې لپاره یې ۲۰۲ منډې جوړې کړې.
افغانستان په لوبغالي کې بېلابېلې هڅې ترسره کړې؛ خو ونه توانید، چې ماکسول وسوځوي.
د افغانستان لوبډلمشر حشمت الله شهیدي ویلي؛رښتیا هم مایوسه شوم. کرکت یوه له خندا ډکه لوبه او د باور وړ نهده.
مونږ په لوبه کې وو. زمونږ توپاچوونکيو ښه پیل وکړ؛ مونږ د اتمې ویکتې اخیستو چانس له لاسه ورکړ. ماکسول نه درېدونکی او د ستاینې وړ و.
د سې شنبې بریا آسترالیا له ۱۲ نمرو برخمنه کړه.
رویترز راپور ورکړ، چې دوی درېیمه لوبډله شوه، چې نیمه پایلوبې ته ورسیده؛ هند او سویلي آفریقا دې ځای ته رسېدلي دي.