تازه خبرونه
آسترالیا افغانستان ته د ۴۰ میلیون ډالرو بشري مرستې ژمنه وکړه
آسترالیا له زیانمنونکیوو افغان ماشومانو او ښځو سره د ۴۰ میلیون ډالرو بشري مرستو ژمنه کړې ده.
له دې مخکې آسترالیا له افغانستان سره د ۱۰۰ میلیون ډالرو بشري مرستې اعلان کړی و.
د آسترالیا د بهرنیو چارو وزیره موریس پاین څرګنده کړې، چې اقتصادي سقوط او د لومړنیو خدماتو نشتوالی جګړه پراخوي؛ ځکه، چې افغانستان اوس هم له کوویډ-۱۹ او روانې وچکالۍ سره مخ دی.
له دې مخکې د ملګرو ملتونو سرمنشي له مرستندویو هېوادونو غوښتي وه، چې له افغانستان سره دې له څلور میلیارد ډالرو ډېرې مرستې وکړي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټرش وایي: د افغانستان اقتصاد سقوط کړی؛ نغدې پیسې ډېرې کمې دي.
همدا لامل دی، چې د آسترالیا د بهرنیو چارو وزیرې ویلي، چې هېواد به یې د افغانانو ترڅنګ ولاړ وي.
هغې زیاته کړې، آسترالیا د ښځو کار، سولې او امنیت اجنډا ته ژمنه ده.
دې په ټولنه او اقتصادي ژوند کې د ښځو پر بشپړ او معنی لرونکي ګډون هم ټینګار کړی دی
هغې زیاته کړې، ښځې په افغانستان کې د روان کړکېچ د حلولو پوره ځواک لري او د ثبات او سوکالۍ لپاره د دوی معقول ګډون اړین دی.
