تازه خبرونه
آسترالیا افغان کډوالو ته ۱۶ زره ۵۰۰ نوې ویزې اعلان کړې
د آسترالیا فډرالي حکومت له اسلامي امارت څخه د تېښتې په حال یو شمېر افغانانو ته د مهاجرت ۱۶ زره او ۵۰۰ نوې ویزې برابروي.
د آسترالیا نوې بودجه په راتلونکیو څلورو کلونو کې افغانانو ته د ۱۶۵۰۰ ویزو د ورکولو لګښت ۶۶۵،۹ میلیون ډالره تخصیص کوي.
دا ژمنه په داسې حال کې اعلان شوې، چې په نوې بودجه کې د بشري ویزو کچه ۱۳ زره ۷۵۰ کسانو ته پاتې ده.
د آسترالیا د کډوالو شورا مشر پاول پاور له دغې ژمنې هرکلی کړی او وایي، چې دا به اړمنو کسانو ته د ویزو ورکولو لامل شي.
هغه SBS نیوز ته ویلي، دا به د آسټرالیا په ظرفیت کې یو لوی بدلون وي، چې په افغانستان کې د جګړې له کبله اغېزمنو خلکو ته امنیت او هیله چمتو کړي.
په دې توګه د استرالیا د بشردوستانه او مهاجرت په پروګرام کې د افغانانو ټول ظرفیت اوس په راتلونکیو څلورو کلونو کې ۳۱۵۰۰ ته لوړ شوی دی.
نوې ژمنه د روان کال په جنورۍ میاشت کې افغانانو ته د ۱۰۰۰۰ بشردوستانه ویزو او همدارنګه د ۵۰۰۰ کورنیو اړوند ویزو تر څنګ ده، چې پخوا د دوی لپاره ځانګړې شوې وه.
په اوکراین او افغانستان کې وروستي کړکېچونه د دې لامل شوي، چې د آسترالیا حکومت د بشري ویزو د زیاتوالي غوښتنه وکړي.
د آسټرالیا پر حکومت نیوکه شوې، چې د افغانانو د بشري ویزو د اخیستو په بهیر کې سستي کوي او د ځینو افغانانو په اړه، چې له دغه هېواده وځي، اندېښنې راپورته کړي.
تر اوسه په آسترالیا کې څه باندې ۱۴۵ زره افغانانو د پناه غوښتنه کړې ده.
د آسترالیا حکومت ویلي، چې په افغانستان کې ځایي کارکوونکیو او د هغوی کورنیو ته به د ویزو په برخه کې لومړیتوب ورکول کیږي.
ښځې او نجونې دغه راز توکمیز اقلیتونه او د LGBTIQ + ډلو غړي، چې زیان منونکي دي، لومړیتوب ورکول کیږي.
په ۲۰۲۰ کې د آسټرالیا حکومت د آسټرالیا د پناه غوښتنې او بشردوستانه برنامو لاندې د ویزو اعظمي شمېر له ۱۸۷۵۰ څخه ۱۳۷۵۰ ته راکم کړ.
په نوې بودجه کې به د سکل سټریم ویزې یا د مهارتونو تش په نامه ویزو شمېر ۱۰۹ زره ۹۰۰ ته لوړه شي، چې دا د ۲۰۲۱ – ۲۰۲۲ د پلان له کچې ۳۰۰۰۰ ډېرې دي.