لوبی

آسترالیا له افغانستان کرکت ملي لوبډلې سره یوه ورځنۍ لوبه لغوه کړه

Published

on

(Last Updated On: مرغومی ۲۵, ۱۴۰۱)

د آسترالیا کرکت لوبډلې د پنجشنبې پر ورځ د مرغومي ۲۲ / د جنورۍ ۱۲) په ډاګه کړه، چې له افغانستان سره یې خپله یوه ورځنۍ لوبه د افغان حکومت د ښځو پر وړاندې د بندیزونو له کبله لغو کړې ده.

ټاکل شوې وه، چې د روان کال په مارچ میاشت کې له دې سیالۍ عربي متحده امارات کذبتوب وکړي.

د آسترالیا کرکت بورد ویلي، چې دغه پرېکړه یې د دغه هېواد له حکومت سره له مشورې وروسته کړې ده.

د آسترالیا کرکت بورد څرګنده کړې: دا پرېکړه د طالبانو (اسلامي امارت) لخوا د ښځو او نجونو لپاره د زدکړو او کارموندنې په فرصتونو کې د نورو محدودیتونو له اعلان وروسته رامنځته شوې ده.

په اعلامیه کې راغلي، چې د آسترالیا کرکت بورد د افغانستان په ګډون په ټوله نړۍ کې د ښځو او نرینه وو د لوبو ودې ته ژمن دی او د افغانستان له کرکت بورد سره به خپلو اړیکو ته دوام ورکړي.

د آسترالیا کرکت بورد له افغانستان سره د لوبې لغوه کېدو د ملاتړ له کبله د دغه هېواد له حکومت څخه مننه کړې ده.

د یادونې ده، چې د افغانستان کرکت بورد دا پرېکړه سیاسي، غیرمنطقي، له وخت مخکې او د افغانستان له ستر او کرکت سره مینه لرونکي ملت سره ستره جفا بولي.

Trending

Exit mobile version