کوید۱۹
آسترالیا نوی کال د کرونا د ثبت شویو پېښو له ډېرېدو سره یو ځای پیل کړ
رویټرز راپور ورکړی، چې آسټرالیا نوی ۲۰۲۲ زېږدیز کال په هېواد کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو د ثبت له ډېرېدو سره یو ځای پیل کړ.
د آسټرالیا روغتیایي بنسټونو څرګنده کړې، چې په نیو ساوت ویلز ښار کې له ۲۲۰۰۰ څخه ډېر کسان پر کرونا ویروس اخته شوي او دغه راز ویکتوریا ایالت هم له ۷۰۰۰ څخه د ډېر مثبتو پېښو راپور ورکړی دی.
د راپور له مخې؛ پر کرونا ویروس څلور کسان په نیو ساوت ویلز او نهه په ویکتوریا ښارونو کې له کرونا ویروسه مړه شوي دي.
په راپور کې راغلي، چې د آسترالیا په نیو ساوت ویلز ایالت کې د دغه ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره روغتیايي هڅې پیل شوې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د آسټرالیا په نورو ایالتونو کې هم د کرونا ویروس خپریدو زور اخیستی دی.
د اسټرالیا سیډني ښار چې، په یوه ورځ یې پر کرونا ویروس د خورا ډېرو کسانو د اخته کېدو پېښې ثبت کړې وې، د ۲۰۲۲میلادي کال د هرکلي لپاره په کې خلکو اورلوبې وکړې.
د اروپا په اکثرو هېوادونو کې د نوي کال د نمانځې جشنونه ونشول؛ ځکه د کرونا ویروس نوې بڼې اومیکرون د حکومتونو اندېښنې زیاتې کړې دي.
