تازه خبرونه

آسترالیا هڅه کوي په افغانستان کې ترسره شوي جنګي جنایتونه کم ارزښته وښیي – روسیه

Published

on

(Last Updated On: غبرګولى ۲۷, ۱۴۰۲)

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا د جمعې پر ورځ په یوه بیان کې په ډاګه کړه؛ د آسترالیا چارواکي په افغانستان کې د دغه هېواد د پوځیانو د جنګي جرمونو د نرمولو په لټه کې دي.

نوموړې زیاته کړې؛ دا په بشپړه توګه روښانه ده، چې د شنه براعظم واکمنه اداره غواړي په افغانستان کې د آسرالیايي سرتېرو لخوا ترسره شوي جنګي جرمونو مسله نرمه کړي، چې دا یوه ځوروونکې موضوع ده. په هر حال داسې بریښي، چې د دې هڅې تر شا اصلي لامل د پخوانۍ لیبرالې کابینې د بدنامې رهبرۍ لومړي وزیر سکات موریسن او بدنام دفاع وزیر پیتر داتون لاسوهنه ده.

هغې څرګنده کړې: د پخوانیو بنسټونو غړیو، رسنیو او ځینو سیاسي ناپېیلو چارواکو، چې له اوسنيو چارواکو سره تړلي نه‌دي؛ پر ګوته کړې، چې د شخصي افرادو او ځانګړيو عملیاتي ځواکونو ملامتولو پر هڅو غواړي دا له شرمه ډډکې دوسیې وتړي؛ خو دا د منلو وړ نه‌دي.

زاخارووا وایي: په ځانګړي توګه د ( یو ملت) اپوزیسیون ګوند سناتور مالکم رابرتس د می په میاشت کې د پارلمان د استماعي غونډې په بهیر کې وړاندیز وکړ، چې د آسترالیا د دفاعي ځواک مشر جنرال انګوس کمپبل ته، چې پر ۲۰۱۲ کال په منځني ختیځ کې د آسترالیا د سرتېرو د قومندان په توګه د امتیازي خدمت صلیب ورکړ شوی و؛ بېرته ترې واخیست.

د هغې د څرګندونو له مخې، د آسترالیا د جنګي جرمونو په اړه نوي معلومات دا روښانه کوي، چې دا مسله بنستیزه او ژوره ریښه لري، په ځانګړي توګه د هېواد د وسله‌والو ځواکونو له لوړ پوړیو واحدونو سره تړلې ده.

زاخارووا ټینګار کړې: د واکمنو کړیو هڅې، چې یوازې د تعاملاتي کړنو پر تر سره کولو نه یوازې د خلکو غصه کمه‌ول غواړي، بلکې دوه ګونی معیارونه او د آسترالیا د سیاسي طبقې منافقانه ماهیت هم پر ګوته کوي، چې خپلې نیمګړتیاوې له پامه وغورزوي؛ خو په اسانۍ سره نور هېوادونه د لویدیځو معیارونو په پوره کولو کې د پاتې راتلو له امله تورنوي.

Trending

Exit mobile version