سیمه ییز خبرونه
آسيايي بنسټ په سياست او ټاكنو كې د افغان ميرمنو له گډون ملاتړ كوي
آسيايي بنسټ په سياست او ټاكنو كې د افغانو ميرمنو د گډون لپاره درې كلنه پروژه عملي كوي.
دغه بنسټ غواړي، چې د را روان كال په ولسمشريزو او د څلورنويم كال په پارلماني ټاكنو كې افغان ميرمنې گډون ته وهڅوي.
د آسيايي بنسټ مرستيال عبدالله احمد زى وايي:
د آسيايي بنسټ په دغه درې كلنه پروژه كې به د هغو ميرمنو كاري وړتياوې او ظرفيتونه لوړ شي، چې غواړي ولسمشرۍ، ولسي جرگې او ولايتي شوراگانو ته ځانونه كانديد كړي.
د ټاكنو خپلواك كميسيون رييس محمد يوسف نورستانى وايي، چې ناامني په ټاكنو كې د ښځو د پراخ گډون مخه نيولى شي.
د ښځو چارو وزارت مرستياله مژگان مصطفوي وايي، چې په سياسي بهيركې د افغان ميرمنو د گډون لپاره د آسيايي بنسټ پروگرام ډېر اغېزمن دى.
د آسيايي بنسټ دغه پروژه، چې په ټولو ولايتونو كې به عملي شي، نږدې اووه ميليون دالر لگښت لري او د بريتانيا پرمختيايي ادارې لخوا وركول كيږي.