تازه خبرونه

آسيا پراختيايي بانګ له افغانستان سره د ۷۶ميليون ډالرو مرسته کوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د آسیا پرمختیایي بانک د اوبو رسولو د یوې پروژې له پاره د لسګونو میلیون ډالرو مرسته کوي چې په دغو پیسو به د امو پر سيند کانال جوړ شي.

آسيا پراختيايي بانک دغه تړون له مالیې وزارت سره لاسلیک کړی چې د قرارداد له مخې به د آمو پر سیند یو کانال جوړ شي، چې په پنځو ولایتونو کې به د ۳زره ۷۲جرېبه ځمکه خړوبه کړای شي. د آسیا پرمختیایي بانک د افغانستان له زیربنایي او پراختیایي پروژو سره د خپل ملاتړ د دوام ډاډ ورکړ.

د آمو پر سیند د اوبو یو کانال جوړیږي، چې پیسې به یې د آسیا پرمختیایي بانک ورکوي. د دغې پروژې لپاره دغه بانک شپږاویا اعشاریه پنځه اویا میلیون ډالر بیل کړي دي. مسولین وایي چې د اوبو رسولو دغه کانال به پنځو ولایتونو کې درې زره دوه اویا جریبه ځمکه خړوبه کړي. پروژه به شپږو کلونو کې بشپړیږي او له اوبو به یې ۵۵زره کورنۍ استفاده کوي.

د ماليې وزیر اکلیل حکیمي وايي: “له دغو اوبو څخه به د بدخشان، کندوز، تخار، بغلان او بامیان ولایتونو اوسېدونکي ګټه واخلي او د دې کانال په تېرېدو سره به کرنه او مالداري پراختیا ومومي.”

د کرنې او مالدارۍ وزیر اسدالله ضمیر وايي: “دا زمونږ یوه ګډه پروژه ده د انرژۍ او اوبو له وزارت سره او دا پروژه به زمونږ پر اقتصاد مثبت تاثیر ولري او دا له مهمو پروژو څخه ده.”

د آسیا پرمختیایي بانک وایي چې د افغانستان له کرنیزو او اقتصادي پروګرامونو سره د ملاتړ دوام ته ژمن دی.

په کابل کي د اسیا د پرمختیايي بانک رییس توماس نیلا وايي: “مونږ له ۲۰۰۲م کال راهیسې له افغان حکومت سره د ۳،۴ ملیارده ډالرو مرسته کړې چې په دې کې ځینې پورونه هم شامل دي او له اقتصادي پروګرامونو څخه به نور هم خپل ملاتړ جاري ساتو.”

د ماليي وزارت وايي چې د بروکسل له غونډې وروسته دا د مرستو بله برخه ده چې له حکومت سره د زیر بنايي پروژو د تطبیق په برخه کي کېږي خو د اقتصادي چارو کارپوهان بیا د افغان حکومت په ظرفیت اوس هم شک لري چې د داسې لویو پروژو د پلي کولو وړتیا دې ولري.

 خبريال: اسلم حجاب

Trending

Exit mobile version