نړۍ

آسټرالیا به د فلسطین دولت پر رسمیت وپېژني

هغه زیاته کړې؛ دا هڅه به د دوه دولتونو د نړیوالې حل لارې د پیاوړي کولو، په غزه کې د اوربند او د یرغمل شویو کسانو د خوشې کولو لپاره ترسره شي.

Published

on

د آسټرالیا لومړي وزیر انټوني البانیزي ویلي، چې هېواد به یې د سپټمبر په میاشت کې د ملګرو ملتونو عمومي غونډې پر مهال د فلسطین دولت پر رسمیت وپېژني.

هغه زیاته کړې؛ دا هڅه به د دوه دولتونو د نړیوالې حل لارې د پیاوړي کولو، په غزه کې د اوربند او د یرغمل شویو کسانو د خوشې کولو لپاره ترسره شي.

البانیزي د دوشنبې پر ورځ د کابینې له غونډې وروسته په یوه خبري کنفرانس کې وویل، چې دا پرېکړه به د هغو ژمنو پر شرط وي، چې آسټرالیا د فلسطین له خپلسرې ادارې څخه ترلاسه کړي او حماس به په راتلونکي فلسطیني دولت کې هیڅ رول ونلري.

نوموړي زیاته کړې، چې د فرانسې، بریټانیا او کاناډا له ورته اعلانونو وروسته به دا هڅه هم پر اسرائیلو نړیوال فشار زیات کړي.

دغه راز په آسټرالیا کې د اسرائیل سفیر امیر میمون خبرداری ورکړی، چې د فلسطین پر رسمیت پېژندل به “د اسرائیل امنیت کمزوری کړي” او له حماس سره د یرغمل شویو کسانو د خوشې کولو په اړه خبرې به له روانو هڅو وباسي.

دا په داسې حال کې ده، چې په سیمه کې خوارځواکي پراخه شوې او اسرائیلو د نړیوالو مرستندویه ادارو مرستې محدودې کړې دي. اسرائیل دا تور ردوي؛ حماس د فلسطینیانو پر لوږې ملامتوي او وايي، چې ډېرې مرستې وېشل شوې دي.

Trending

Exit mobile version