تازه خبرونه

آسټرالیا د راتلونکي کال په ټیسټ لوبه کې د افغانستان کوربتوب کوي

Published

on

ټاکل شوې، چې آسټرالیا به د راتلونکي کال د نومبر په ټیسټ لوبه کې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې کوربتوب وکړي.

ټاکل شوې، چې دا لوبه به د افغانستان د کرکټ بورډ او د آسټرالیا کرکټ بورډ د پرېکړه پر بنسټ تر سره شي.

د راپورونو له مخې: د افغانستان کرکټ بورډ مني؛ ټاکل شوې وه، چې دا ټیسټ لوبه د روان کال په نومبر کې ترسره شي؛ خو د کرونا ویروس د خپریدو له امله لغو شوه.

دا به د دواړو هېوادونو د لوبډلو ترمنځ لومړۍ لوبه وي.

افغانستان په ۲۰۱۷ زېږدیز کال کې د کرکټ نړیوالې ټولنې په ټیسټ لوبو کې د غړیتوب له جوازه برخمن شوی او تر دې دمه یې څلور ټیسټ سیالۍ تر سره کړي، چې لومړۍ هغه یې په ۲۰۱۸ کال کې له هند سره وه.

Trending

Exit mobile version