تازه خبرونه
آسټرالیا د کرکټ شل آوریز نړیوال جام اتلولي خپله کړه
(Last Updated On: لړم ۲۳, ۱۴۰۰)
آسټرالیا د یکشنبې پر ورځ ۲۰ آوریز نړیوال جام وګاټه او د نیوزیلینډ لوبډلې ټاکل شوي هدف ته یې ځان ورساوه.
د آسټرالیا د کرکټ ملي لوبډلې د دې سیالیو په پای لوبه کې، چې په عربي متحده اماراتو کې ترسره شوه، آسترالیا د نیوزیلنډ ملي لوبډلې ته ماتې ورکړه.
آسټرالیا په ښه توګه لوبه او سیالي پیل کړه؛ خو په پای کې یې سیالي وبایلله او د آسترالیا اتلولۍ په ټوله نړۍ کې د کرکټ د مینه والو ننداریزې ولولې راوپارولې.
د یادونې ده، چې د کرکټ ددغو ۲۰ آوریزو سیالیو نړیوال جام د اکټوبر پر ۱۷ په عربي متحده اماراتو او عمان کې پیل شوی او نن د نومبر پر ۱۴ د آسټرالیا له اتلولۍ سره پای ته ورسېدې.