تازه خبرونه

آسټرالیا په افغانستان کې د جنګي جرمونو د خپاره شوي انځور د لرې کولو غوښتنه کړې

Published

on

(Last Updated On: ليندۍ ۱۱, ۱۳۹۹)

د آسټرالیا لومړي وزیر سکاټ موریسن د ټویټر له ټولنیزې څانګې غوښتي، چې د هغه آسټرالیايي سرتېري ایډیټ شوی انځور له منځه یوسي، چې د یوه افغان ماشوم سر پرېکول ښیي.

جوړ شوی انځور د یکشنبې پر ورځ د یوه لوړ پوړي چینایي چارواکي لخوا په ټویټر پاڼه کې خپور شوی ، چې نړیوال غبرګونونه یې راپارول.

د سکات موريسن د غوښتنې په ځواب کې د چین د بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې آسټرالیا باید له خپلو جنګي جنایتونو څخه وشرمیږي او په دې اړه دې له افغانانو بخښنه وغواړي.

د دغو راپورونو له مخې، چین د خپاره شوي انځوربښنه له آسټرالیا نه غواړي.

دغه انځورد چین بهرنیو چارو د وزارت ویاند  لیجیان ژائو لخوا ټویټ ته پورته شوی او څرګندوي: زه د آسټرالیایي سرتېرو لخوا د ملکي وګړیو او بندیانو پر وژلو حیران شوی یم. مونږ دا عمل په کلکه غندو او غواړو، چې عاملین یې محاکمه شي.

دغه راز د چین د بهرنیو چارو وزارت یو بل ویاند ویلي، چې آسټرالیا باید پدې اړه ژور غبرګون وښیي؛ عاملین يې عدالت ته راکاږي … او ژمنه وکړي، چې بیا نور به دغه راز جرم نکوي.

همدارنګه د راپورونو له مخې؛ د بریتانیا رسنیو څرګنده کړې، چې ژائو په امریکا او پاکستان کې دیپلومات و او د غبرګون پارونې پر بنسټ د بیجینګ د معلوماتي مرکز مرستیال ټاکل شوی دی.

د راپور له مخې، هغه په دې وروستیو کې د آسټرالیا او چین اړیکو ته پام رااړولی و.

همدارنګه د نوي زلینډ لومړي وزیر جاسینډا آرډین د انځور په خپرولو کې د آسټرالیا پلوي کړې او بیجینګ ملامتوي.

جا سینډا  آرډین دغه ټویټ له حقیقته لرې بولي او وايي، نیوزلینډ به له بیجینګ سره پر دغه اختلافي انځور مخامخ خبرې وکړي.

آرډین په دې اړه ویلي؛ دا د آسټرلیا او چین تر منځ د نظر تبادله ده او شک پرته به منل شویو اصولو ته زیان ورسوي. مونږ په دې اړه اندېښنه لرو او خپله اندېښنه مو څرګنده کړه.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ هغه انځور، چې حقیقت ونلري او کارول کیږي، په اړه به یې مونږ له بیجینګ سره بحث او خبرې وکړو.

Trending

Exit mobile version