تازه خبرونه

آسټرالیا په افغانستان کې د سفارت تړلو پرېکړه کړې

Published

on

د آسټرالیا لومړي وزیر سکاټ موریسون د دوشنبې پر ورځ د غبرګولي ۳ ویلي، چې هېواد به روانه اوونۍ په کابل کې خپل سفارت وتړي.

سکاټ موریسون د دې کار علت د امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته ناڅرګند امنیتي حالت نومولی دی.

هغه ویلي؛ د وضعیت له ښه کېدو سره به سفارت بیا پرانيستل شي.

هغه وایي: آسټرالیا تمه لري، چې دا اقدامات به لنډمهاله وي او کله، چې کارونه ښه شي؛ نو سفارت به هم پرانستل شي.

د ای بي سي نیوز د لومړي وزیر موریسون او یو سناتور د څرګندونو له مخې ویلي، چې د سفارت ودانۍ به د روانې میاشتې پر ۲۸ مه وتړي؛ خو چارواکي به په سیمه کې له یو بل ځایه په منظم ډول افغانستان ته سفر کوي.

هغه ټینګار کړی، چې د ډیپلوماټیکو نمایندګیو دغه بڼه په ټوله نړۍ کې معمول ده او دا پرېکړه به د افغانستان یا خلکو پر وړاندې د آسټرلیا چلند بدل نکړي.

آسټرالیا لومړنی هېواد دی، چې له افغانستان څخه د ټولو سرتېرو د ایستلو په اړه د امریکا له پرېکړې وروسته په کابل کې د خپل سفارت د تړلو هڅه اعلانوي.

د یادونې ده، چې آسټرالیا دا مهال په افغانستان کې شاوخوا ۸۰ سرتېري لري او ټاکل شوې، چې د روان زېږدیز کال تر سپټمبره له افغانستان څخه ووځي.

Trending

Exit mobile version