سوداگري
آسیا پراختیایي بانک له افغانستان سره ۱۰۰ میلیون دالر مرسته ومنله – مالیې وزارت
د مالیې وزارت پرون (چهارشنبه د لیندۍ ۱۲) په ډاګه کړه، چې د آسیا پراختیایي بانک د کرونا ویروس او د هغې له منفي اغېزو سره د مبارزې لپاره افغانستان ته ۱۰۰ میلیون دالر مرسته منظور کړې ده.
د یاد وزارت د څرګندونو له مخې؛ دغه مرسته به له کرونا ویروس سره د مبارزې او د هغې له منفي اغیزو، ټولنیز امنیت ښه کولو، د افغانستان روغتیا سیسټم پیاوړي کولو، دندې موندلو، ښې حکومتدارۍ، له اداري فساد سره د مبارزې، د هېواد د اقتصادي ودې او د پیسو د برښنایي څارنې په برخو کې ولګول شي.
د آسیا پراختیایی بانک څرګنده کړې، چې دا مرستې به د روغتیا سیستم، حکومتدارۍ او له اداري فساد سره مبارزه پیاوړې کړي.
د آسیا پراختیايي بانک رییس ماساتسو آساکاوا په دې اړه ویلي؛ آسیایي بان یو ځل بیا ژمنه کوي، چې له کرونا وایروس او د افغانانو پر ژوند او اقتصاد یې د اغېزو پر وړاندې له افغانستان ملاتړ کوي.
د آسیا پرمختیايي بانک د څرګندونو پر بنسټ په ۲۰۱۷ کال کې د افغانستان د خلکو د بېوزلۍ کچه ۵۵ سلنې ته رسیده. په داسې حال کې، چې سږکال دغه کچه ۷۲ سلنې ته لوړه شوې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې مخکې نړیوال بانک له افغانستان سره د ۲۰۰ میلیون دالرو مرسته د افغانستان بانک د انسم مدیریت له کبله وځنډوله.