تازه خبرونه

آشنا: ولسمشر د ولسي جرګې د کار د دوام واک نه لري

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

اجراییه ریاست د ولسي جرګې د کار د دوام او تر یوې میاشتې پورې د ټاکنو د نیټې د معلومولو په تړاو د ولسمشر له وروستۍ پریکړې سره مخالفت وښود.

د اجراییه ریاست یوه ویاند آصف آشنا ویلي چې ولسمشر د ولسي جرګې د کار د دوام په اړه هیڅ واک نه لري او ولسي جرګه د ټاکنو د پایلو تر اعلام پورې خپل کار ته دوام ورکوي.

 

ولسمشرۍ ماڼۍ په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې ولسي جرګه به د پارلماني ټاکنو د نتایجو تر اعلام پورې خپل کار ته دوام ورکوي، او د ټاکنو د تر سره کېدو نیټه به هم تر یوې میاشتې معلومه شي. په دې اعلامیه کې په ټاکنیز نظام کې د لازمو اصلاحاتو په راوړلو ټینګار شوی دی.

اجراییه ریاست دا اعلامیه له اساسي قانون او سیاسي هوکړه لیک سره په ټکر کې بولي، کوم هوکړه لیک چې د اجراییه ریاست په باور له مخې یې د ملي یوالي حکومت جوړ شو.

بلخوا د ټاکنو خپلواک کمیسیون ولسمشرۍ ماڼۍ ته د راتلونکو ټاکنو په هکله خپله طرحه وړاندې کړې.

د دې طرحې په بنسټ کمیسیون په پام کې لري چې پارلماني ټاکنې د راتلونکي کال د غویی په اتلسمه یا هم د وږي په اووه ویشتمه تر سره کړي.

په همدې حال کې د حقوق پوهانو د ټولنې مرستیال عبدالسبحان مصباح وایي چې د ولسي جرګې هره کړنه چې په اساسي قانون کې یې یادونه شوې، د چنګاښ له لومړۍ نیټې وروسته هیڅ قانوني ځای نه لري.

جالبه دا ده چې د ولسي جرګې هره تقنیني دوره د پنځم کال د چنګاښ په لومړۍ نیټه پای ته رسیږي، ولسمشر او یا یې هم یو مرستیال هر کال د ولسي جرګې کار پرانیزي.

وبه لیدل شي چې ولسمشر او یا یې مرستیال د ولسي جرګې شپږم کاري کال هم پرانیزي او که نه؟ بله خبرهخ دا چې هره پنځه کلنه تقنیني دوره د یوه رییس له خوا اداره کیږي، او د رییس دنده هم د چنګاښ په لومړۍ پای ته رسیږي، د ولسي جرګې غړي به د خپل کار د دوام لپاره نوی رییس وټاکي او که نه؟

Trending

Exit mobile version