تازه خبرونه
آصف علي خان درانی د افغانستان لپاره د پاکستان د ځانګړي استازي په توګه وټاکل شو
Last Updated on: غبرګولى ۳, ۱۴۰۲
د پاکستان پخوانی دیپلومات آصف علي خان درانی د افغانستان لپاره د حکومت د ځانګړي استازي په توګه ټاکل شوی دی.
د سې شنبې پر شپه د پاکستان بهرنیو چارو وزارت څرګنده کړې، چې د پاکستان صدراعظم شهباز شریف؛ آصف علي خان درانی د افغانستان لپاره ځانګړي استازی نومولی او ویل شوي، چې نوموړي دغه دنده پر غاړه اخیستې او پر کار یې پیل کړی دی.
آصف علي خان دراني له دې مخکې په افغانستان کې د پاکستان د مرستیال سفیر، په عربي متحده اماراتو کې د پاکستان د سفیر او په ایران کې د پاکستان د سفیر په توګه دندې ترسره کړې دي.
د افغانستان په چارو کې د پاکستان پخواني ځانګړي استازي محمد صادق خان له درې کلن مسوولیت ترسره کولو وروسته د تېر کال د حوت په لومړیو کې له خپلې دندې استعفا کړې وه.
