تازه خبرونه
آلماني سرتېري به د جولای په پیل کې له افغانستان ووځي
د راپور له مخې؛ جرمني به د جولای تر څلورمې له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو ایستل بشپړ کړي.
د جرمني ډي پي ای سرچینې نن (چارشنبه د غویی لومړۍ) په ډاګه کړې، چې د آلمان دفاع وزارت د دې هېواد پارلمان هم خبر کړی، ځواکونه به یې د جولای تر څلورمې له افغانستان څخه د وتلو بهیر بشپړ کړي.
راپور زیاته کړې، چې آلماني سرتېري اوسمهال له ناټو او نورو متحدینو سره اړیکې نیولي، چې د جولای تر څلورمې پورې له افغانستان څخه ۱۱۰۰ سرتېري وباسي.
د آلمان د دفاع وزارت یوه ویاند دغې رسنۍ ته ویلي، چې نور هېوادونه هم د بهرنیو سرتېرو د وتلو ننګونو او پایلو ته پر پاملرنه غور کوي او راتلونکې پرېکړه به له ناټو سره شریکه شي.
هغه زیاته کړې، چې د جولای څلورمه د پوره وتلو نېټه ټاکل شوې ده.
تر دې دمخه د جرمني دفاع وزارت ویلي وه، چې د نظامي تجهیزاتو ایستل له ننګونو سره مخ دي او د دې تجهیزاتو ډېره برخه د هوا له لارې آلمان ته لېږدول شوي دي.
د جرمني دفاع وزیر ویلي وه، چې په اګست میاشت کې به له افغانستان څخه خپل سرتېري وباسي.
د یادونې ده، چې د امریکا او د ناټو نور غړي هېوادونه به د سپټمبر تر ۱۱ نېټې له افغانستان څخه د وتلو څرګندونې کړي دي.