تازه خبرونه

آلمان او ناتو په ګډه په افغانستان کې خپلې هڅې روانې ساتي- اوباما

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د امریکا ولسمشر د خپل کار په وروستیو شپو او ورځو کې له یونان او آلمان څخه لیدنه وکړه او د جمعې په ورځ د لاتینې امریکا پیرو هېواد ته ولاړ.

نوموړي په برلین کې یوې خبري غونډې ته په ډاګه کړې، چې نړیوال به د ترهګرو د له منځه وړلو او په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره خپلو اوږدمهاله همکاریو ته دوام ورکوي.

   د امریکا ولسمشر بارک اوباما ویلي دي، چې مونږ په افغانستان کې ډېر ګډ کار کړی او خپل دغه  کار به روان ساتو.

آلمان هم، چې تر اوسه د افغانستان په بیا رغاونه او د سولې د تامین په لار کې میلیونونه دالر لګولي او خپل ډېر سرتېري یې د دې هېواد په خونړیو جګړو کې له لاسه ورکړي؛ له افغانستان سره دریږي او په دې هېواد کې د سیاسي ثبات د ټینګښت لپاره خپلې همکارۍ روانې ساتي.

د المان لومړۍ وزیره انگلا مرکل وایي؛ زه ډېره خوشحاله یم،چې هلته د پوځي همکاریو تر څنګ د سیاسي حل لارو په برخه کې هم کار کړی دی.مونږ هلته په سیاسي حل لارو ټینګار کوو. امریکا له آلمان او په ناتو سازمان کې له متحدو هېوادونو سره یو ځای هڅه کوي، چې په افغانستان کې سوله او ثبات تامین شي.

د هغې په وینا؛ مونږ په ګډه ډېره همکاري درلوده او خپلو پوځي همکاریو ته هم دوام ورکوو.

په کابل کې هم ولسمشر محمد اشرف غني هیله من دی، چې هېواد به یې د ده پر سولې او امنیت لاس رسی پیدا کوي او ترهګرو ته داسې پیغام لري:

یوه ترورستي ډله به هم د افغانانو پر ملي اراده او د نړیوالو همکارانو پر غوښتنو بریالۍ نه شي او دغه ارمان به ګور ته یوسي.

د امریکا په مشرۍ په افغانستان کې د نړیوال ائتلاف جګړه پېنځلس کلنه شوه؛ خو تر اوسه د میلیاردونو دالرو پر لګولو او ګڼو بهرنیو سرتېرو پر وژل کیدو د جګړې د پای هیڅ څرک نه لګیږي او د هرې ورځې په تېریدو جګړه نوره هم غزیږي. تر اوسه د زرګونو پوځیانو تر څنګ د افغانستان په جګړه کې له دېرش زره زیات ملکیان وژل شوي دي.

خبریال: فواد ناصري 

Trending

Exit mobile version