تازه خبرونه

آلمان او نورلویدیځ هېوادونه دې په افغانستان کې خپل سفارتونه بیا پرانیزي – پوتزل

Published

on

(Last Updated On: مرغومی ۶, ۱۴۰۱)

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ځانګړې استازې مرستیال له جرمني او نورو لویدیځو هېوادونو غوښتي، چې په افغانستان کې خپل سفارتونه بېرته پرانیزي.

مارکوس پوتزل د یکشنبې پر ورځ (د مرغومي څلورمه / د دسمبر ۲۵ ) له آلماني شبکې RND سره په مرکه کې څرګنده کړې، چې داعش ډله د افغانستان، سیمې او نړۍ د نورو هېوادونو د امنیت لپاره یو ګډ ګواښ دی؛ نو همپدې لپاره د هېوادونو فعال دیپلوماتیک حضور اړین دی په افغانستان کې به د دغې ډلې پر وړاندې مبارزه نوره هم اغېزمنه کړي.

مارکوس پوتزل زیاته کړې؛ که د افغانستان لنډمهالی حکومت له نړیوالې ټولنې سره خپلې ژمنې پوره هم  نکړي، په افغانستان کې باید سفارتونه او سیاسي استازولۍ فعالې شي.

پوتزل دا هم په ډاګه کړې؛ په افغانستان کې د هېوادونو دیپلوماتیک حضور د لنډ مهالي حکومت د پېژندلو معنا نلري، بلکې له ترهګرۍ څخه د پاک افغانستان په رامنځته کولو کې اغېزناک تمامېدی شي.

مارکوس پوتزل په افغانستان کې د نړیوالې ټولنې فعال سیاسي حضور د بشري حقونو د وضعیت د څارنې لپاره مهم بولي او زیاتوي، چې نړۍ نشي کولی د افغانستان وضعیت له لرې وڅاري او قضاوت وکړي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړې استازې مرستیال مارکوس پوتزل وایي: له یوې خوا مونږ نه غواړو، چې د طالبانو ملاتړ وکړو او له بلې خوا نه غواړو خلک مایوسه کړو. په داسې حالت کې به له ستونزو سره څنګه چلند وکړو؟ ځکه د خلکو د اړتیا کچه مخ پر زیاتېدو ده، د نړیوالو مرستو کمول به ناورین وي.

نوموړی وایي: کله، چې تاسې دلته په افغانستان کې یاست؛ تاسې وضعیت اسانه ارزولی شئ. له دوحې یا برلین څخه دا کار ستونزمن دی. جرمني او نور لویدیځ هېوادونه په افغانستان کې ګټې لري؛ دا باید هیر نشي؛ لویدیځ له یوه باثباته افغانستان سره لیوالتیا لري، چې داعش او نورې ترهګرې ډلې په کې فعالې نه وي؛ نو باید د افغانستان وضعیت له نږدې وڅارل شي.

په افغانستان کې د غربي ملاتړیو هېوادونو د سفارتونو او دیپلوماتیکو ماموریتونو بیا پرانستل او پیل د اسلامي امارت له پرلپسې غوښتنو څخه دي، چې د امارت د چارواکو او په ځانګړي توګه د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر له لوري په وار وار پرې ټینګار شوی دی.

Trending

Exit mobile version