سیمه ییز خبرونه
آلمان به له ۲۰۱۴م كال وروسته په افغانستان كې يو شمېر سرتېري پريدي
د آلمان دفاع وزیر وايي:
د ۲۰۱۴م کال په پای کې، چې نړيوال ځواکونه له افغانستان څخه وځي؛ المان چمتو دي، چې په افغانستان کې له شپږ څخه تر اته سوه پورې سرتيري پريږدي.
كورنيو چارووزارت له ۲۰۱۴م كال وروسته په هېواد كې د ناټود ماموريت دوام يوه اړتيا گڼي .
په ۲۰۱۴م كال په افغانستان كې د ترهگرۍ په وړاندې مبارزه كې د ناټو او امريكا يوولس كلن پوځي ماموريت پاى ته رسيږي، خو د نړيوالو متحدينو له خوا د افغان ځواكونو نه سمبالتيا او په هېواد كې د بشپړ امنيت نشتوالى هغه څه دي چې تراوسه هم پرې نيوكه كيږي.
آلمان يو له همدې هېوادونو څخه دى، چې وايي:
زمونږ سرتېري به په کابل او مزارشریف کې د يوې دوې كلنې دورې لپاره په افغانستان كې پاتې شي، د دې سرتېرو دنده روزنه، سلامشورې او ملاتړدى.
د المان دفاع وزير تماس ديمايزر وايي:
په دې اړه به د آلمان حکومت په سپتمبر کې له عمومي ټاكنو وروسته پرېکړه وکړي.
د كورنيو چارو زارت وياند صديق صديقي وايي:
كه څه هم په افغانستان كې له ۲۰۱۴م كا ل وروسته د امريكا په گډون د هيڅ هېواد د ځواكونو د پاتې كيدو په برخه كې هوكړه نه ده شوې؛ خو لكه، چې ليدل كېږي له ۲۰۱۴م كال وروسته به هم په افغانستان كې د ناټو ماموريت دوام ومومي.
د دغه وزارت وياند وايي له ۲۰۱۴م كال وروسته په افغانستان كې د ناټو ماموريت د جوړيدو په حال كې دى او تراوسه د دې همكارۍ د څرنگوالي په اړه غوڅ تصميم نه دى نيول شوى.
د آلمان دفاع وزير په داسې حال كې دا څرگندونې كوي، چې له دې وړاندې افغان دولت په افغانستان كې د دغو هېوادونو د ملاتړ دوام د خلكو او دولت له موافقې سره تړلى اعلان كړى و.