تازه خبرونه

آلمان د افغانستان له خصوصي سکتور سره ۱۰۰ میلیون یورو مرسته کوي

Published

on

(Last Updated On: وږی ۴, ۱۴۰۰)

آلماني چارواکي وایي، چې هېواد یې د افغانستان له خصوصي سکتور سره ۱۰۰ میلیون یورو مرسته کوي، چې په بشردوستانه برخو کې ولګول شي.

په کابل کې د طالبانو له واکمنۍ را وروسته دا لومړۍ ځل دی، چې د چارشنبې پر ورځ ناوخته په کابل کې د جرمني سفیر پوتزل مارکوس خصوصي سکتور ته د سل میلیون یورو له مرستي خبر ورکوي.

هغه وایي: د پراختیایي همکاریو بیا پیل به له شرایطو سره تړاو ولري. لکه څنګه، چې له تېرو افغان حکومت سره ول.

دغه راز پوتزل مارکوس په دوحه کې د طالبانو له مشر شېرمحمد عباس ستانکزي سره ولیدل او په افغانستان کې یې د ډیپلوماټیکو او نادولتي موسسو د شتون  او فعال هوایي ډګر پر شرط او اړتیا بحث او خبرې کړې دي.

د خصوصي سکتور غړي د جرمني له دې مرستو هرکلي کوي او وایي، چې د افغانستان روانو شرایطو ته په کتو بشر دوستانه مرستو ته اړتیا زیاته ده. دوی له نورو هېوادونو هم غواړي، چې له افغانستان سره د مالي بندیزونو پر ځای مالي همکاري ‌ډېره کړي.

د خصوصي سکتور د خونو فډراسیون ویاند سخي احمد پیمان ویلي: زمونږ ولس او هېواد اوس د نړیوالو مالي همکاریوته اړ دی او دا مرستي کولي شي د خلکو په ورځني او اقتصادي وضیعت کې یو څه ښوالی رامنځته کړي.

اقتصادي کارپوهان هم د جرمني له نوې مرستې هرکلی کوي او زیاتوي، چې افغانستان اوس نړیوالو همکاریو ته اړتیا لري او باید نړیوال بنسټونه په دې شرایطو کې افغانان هېر نکړي.

اقتصادي کارپوه کمال الدین کاکړ وایي: مونږ اوس تر یوه بریده ډېرو مالي او بشري مرستو ته اړتیا لرو له طالبانو مې هیله ده، چې د نړیوالو مالي مرسته کوونکیو بنسټونو مرستي تر لاسه کړي، چې د خلکو یوه څه ستونزې اواري شي.

اقتصادي کارپوهان له طالبانو څخه په بیړه د حکومت اعلانولو غوښتنه کوي، چې خلک له ناڅرګند برخلیک راووځي.

Trending

Exit mobile version