تازه خبرونه

آلمان د افغان کډوالو د ایستلو د همغږۍ لپاره د اسلامي امارت استازو ته د ورتګ اجازه ورکړه

د آلمان بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي؛ د تخنیکي ملاتړ یوې ډلې ته د لنډمهاله ننوتلو اجازه ورکړ شوې، چې موخه یې افغانستان ته د ایستل کېدونکو کسانو د شمېر زیاتول دي.

Published

on

د آلمان حکومت د دوشنبې پر ورځ ویلي؛ د اسلامي امارت د استازو یوې ډلې ته یې دې هېواد ته د لنډمهاله ننوتلو اجازه ورکړې، چې افغانستان ته د افغان وګړو د ایستلو د بهیر د زیاتولو لپاره همغږي وکړي.

د آلمان بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي؛ د تخنیکي ملاتړ یوې ډلې ته د لنډمهاله ننوتلو اجازه ورکړ شوې، چې موخه یې افغانستان ته د ایستل کېدونکو کسانو د شمېر زیاتول دي.

د سرچینې د څرګندونو له مخې، په جرمني کې د شاوخوا ۴۵۰ زره افغان وګړیو لپاره د قونسلي خدمتونو وړاندې کول او د هغوی د بېرته ستنېدا له بهیر سره مرسته د آلمان پر ګټه ده.

د جرمني چارواکو ویلي، د پلاوي غړي له امنیتي ارزونو تېر شوي؛ په دې هېواد کې د رسمي ډیپلوماټانو له اعتبار برخمن نه‌دي او له لنډې مودې وروسته به آلمان پرېږدي.

برلین په وروستیو کلونو کې د ډېرو پناه‌غوښتونکو او کډوالو له منلو وروسته خپله د کډوالۍ تګلاره سخته کړې ده. د صدراعظم فریډریش مرټس حکومت ويلي: افغانستان ته به د کډوالو په ایستلو کې پر هغو کسانو تمرکز وشي، چې جرمي سابقه لري؛ خو تېره اوونۍ داسې ۲۳ افغان نرینه له آلمان ایستل شوي وه، چې په هغوی کې ځینې پر هیڅ جرم محکوم شوي نه ول.

Trending

Exit mobile version