تازه خبرونه
آلمان د امریکا له وتلو وروسته د خپلو ځواکونو پر امنیت اندېښمن شوی
د آلمان بهرنیو چارو وزیر له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته د خپل هېواد د سرتېرو د خوندیتوب په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.
دغه رازد آلمان د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس له افغانستان څخه د امریکا ملاتړ ته هم هیله من دی.
ماس د سې شنبې پر ورځ له آلمان تلویزیون ته د ناتو د بهرنیو چارو وزیرانو د ویدیوي کنفرانس له پیل مخکې ویلي؛ که نه نو موږ نشو کولی په افغانستان کې د آلماني سرتېرو امنیت ډاډمن کړو.
د جرمني د بهرنیو چارو وزیر هیله من شوی، چې د امریکا راتلونکی ولسمشر جو بایدن به په بیړه له افغانستان څخه د خپل هېواد د سرتېرو پر ایستلو با غور وکړي.
د هایکو ماس په وینا، دا روښانه ده چې آلماني سرتېري نشي کولی او نه هم د تل لپاره په افغانستان کې پاتې کېدونکي دي.
هغه زیاته کړې: اوس له شل کلونو وروسته د لومړي ځل لپاره په افغانستان کې د سولې بهیر روان دی، چې په کې افغان حکومت او طالبان د سولې هوکړه کوي.
ماس له دې بهیره د نړیوالې مرستې غوښتنه هم وکړه.