کوید۱۹
آلمان د کروناویرس ترټولو لوی شمېر ثبت کړ
د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ په آلمان کې له تېرو څلیریشت ګړیو راپدیخوا د کرونا ویروس ۳۴۰۰۰ نوې مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
دغه ثبت شوی شمېر په دې هېواد کې د کرونا ویروس له پیل راپدیخوا ترټولو لوی شمېر دی.
د آلمان روغتیایي چارواکو تېره پنجشنبه په یوه شپه او ورځ کې د رابرټ کوخ انسټیټیوټ ته پر کرونا ویروس د ۳۳۹۴۹ کسانو له اخته کېدو خبر ورکړی و.
له دې مخکې د ۲۰۲۰ زېږدیز کال د ډسمبر پر ۱۸ پر کرونا ویروس د اخته کسانو تر ټولو لوړ شمېر ۳۳۷۷۷ ثبت شوی و.
په دې هېواد کې د کرونا ویروس د دوه یمې څپې په بهیر کې د ۲۰۲۱ کال د اپریل پر ۲۲ داخته کسانو شمېر ۲۹۵۱۸ و.
د وروستیو راپورونو له مخې؛ په جرمني کې له تېرو څلیریشت ګړیو راپدیخوا پر کرونا اخته ۱۶۵ کسان مړه شوي دي. په داسې حال کې، چې یوه اوونۍ مخکې د ورځنیو تلفاتو شمېر ۱۲۶ کسان ول.
د یادونې ده، چې جرمني د کرونا واکسین د پلي کولو په برخه کې له نورو اروپايي هېوادونو وروسته پاتې دی.