تازه خبرونه

آلمان له ترکیې سره د کاري اړیکو ساتلو ته ژمن دی

Published

on

د آلمان لومړۍ وزیرې انګلا مرکل ترکیې ته د خپل سفر په بهیر کې د کډوالۍ او نورو مسلو په اړه د همکارۍ پر دوام ټینګار کړی دی.

میرکل ویلي؛ هېواد یې ژمن دی، چې له ترکیې سره کاري اړیکې خوندي کړي.

هغه وایي: د آلمان- ترکیې اړیکې به له ګټو او زیانونو سره سره دوام مومي. هرڅوک پوهیږي، چې زمونږ دواړو امنیت او خپلواکي سره تړلي دي.

هغې زیاته کړې: مونږ غواړو د انساني قاچاق مخه ونیسو. اروپايي ټولنه اړتیا لري، چې په دې برخه کې له ترکیې سره مرسته وکړي.

د جرمني لومړۍ وزیرې زیاته کړې، هېواد یې له ترکیې سره ګډې ګټې لري او راتلونکی حکومت به پدې اړه پرېکړه وکړي.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي، چې هېواد یې د مرکل د ښه نیت او له ترکیې سره د مثبتو اړیکو د ساتلو له هڅو درناوی کوي.

اردوغان زیاته کړې: مرکل په ډېرو مسلو کې له نوښت او مسوولیت څخه ډډه نده کړې.

د آلمان لومړۍ وزیره انګلا مرکل د روان کال تر پایه له دندې ګوښه کیږي؛ خو تر هغه وخته پورې به په واک کې پاتې وي، چې یو ائتلافي حکومت جوړ شوی نه وي.

Trending

Exit mobile version