تازه خبرونه
آلمان په افغانستان کې د پوځي ماموریت غزولو په لټه کې دی
رویټرز په ډاګه کړې؛ د سې شنبې پر ورځ د آلمان دفاع وزیرې آنګرټ کرامپ کارنباوئر څرګنده کړې، چې د چارشنبې پر ورځ به د آلمان کابینه تر ۲۰۲۲ کاله پورې په افغانستان کې د آلمان د پوځي ماموریت د تمدید لپاره شین څراغ ولګوي.
د جرمني په پارلمان کې د ۱۳۰۰ سرتېرو عملیاتو واک د مارچ په پای کې پای ته رسیږي.
دا په داسې حال کې ده، چې د ۲۰۲۰ زېږدیز کال د فبرورۍ پر ۲۹ امریکا او طالبانو یو داسې تړون لاسلیک کړی، چې د د روان کال تر می میاشتې باید ټول بهرني سرتېري له افغانستان ووځي؛ خو د امریکا نوي حکومت د جوبایډن تر مشرتابه لاندې پر دغه تړون بیاکتنه غواړي.
د آلمان دفاع وزیرې کرامپ کارنباويرئر خبرداری ورکړ، چې د ناټو سرتېرو له وخت مخکې وتل به د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې له خطر سره مخ کړي.
رویټرز ته هغې ویلي؛ د ناټو سرتېري غواړي په افغانستان کې پاتې شي، نو د طالبانو تاوتریخوالي دې چمتووالی ونیسي.
دا څرګندونې؛ ځکه راپورته شوي، چې د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ تېره اونۍ د دې ټولنې د دفاع وزیرانو له ناستې وروسته وویل؛ ناټو به هغه وخت له افغانستان څخه ووځي، چې امنیتي شرایط ورته برابر شي.
ناټو دمګړۍ په افغانستان کې لږ تر لږه ۱۰۰۰۰سرتېري لري، چې ډېر یې امریکایي دي.
د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ د ناټو له ۳۰ غړیو یو هم په عام ډول څه نه وایي، چې امنیتي شرایط د وتلو لپاره سم دي ؛ خو که امریکا وغواړي ډېري متحدین شاید د اوږدې مودې لپاره خپل ملاتړ وغزوي.
