سیمه ییز خبرونه
آيساف د استوگنو پر سيمو د بمبارد د نه كولو له حكم سرغړاوى كړى
افغان ولسمشر په كونړ كې د وري په شپاړسمه د استوگنې پر سيمه د بهرنيو ځواكونو بمبارد له بشري حقونو او د استوگنو پر سيمو د بمبارد د نه كولو له حكم څخه سرغړونه بللې ده.
د کونړ ولایت د شیگل ولسوالۍ د شلتن په دره کې د وروستیو نظامي عملیاتو او په هغو کې د ملکي تلفاتو د څېړنې پلاوي د شنبې په ورځ(د وري۲۴) ولسمشر حامدکرزي ته خپل رپوټ وړاندې کړ.
سيمې ته تللي پلاوي په خپل رپوټ كې ويلي، چې د ۱۳۹۲ل کال د وري پر شپاړسمه د ملي امنیت ځواکونو د طالبانو د دوه قوماندانانو قاري محمد حنیف او علي خان د نیولو لپاره عملیات پیل کړل؛ خو کله، چې دغو ځواکونو غوښتل له سیمې څخه ووځي پر دوی د وسله والو مخالفینو لخوا د درندو او سپکو وسلو د ډزو په لړکې یو امریکایي مشاور وژل کیږي.
د پلاوي د معلوماتو له مخې امریکایانو د خپل مړي د انتقال لپاره د هوایي ملاتړ غوښتنه كوي، چې الوتکې سیمې ته راځي او پر کورونو د هدفونو له تثبیت وروسته په ساعتونو هوایي بمبارد کوي، چې په كې له لرگيو او خټو جوړکورونه نړیدلي دي.
د پلاوي د رپوټ له مخې په دې بمبارد كې ۱۲ تنه ماشومان،۴ ميرمنې او يو نرينه وژل شوي او ۱۲تنه نور ټپیان شوي دي.
ولسمشر حامد كرزي د طالبانو لخوا د ملکي وگړيو او د هغوی له کورونو څخه د سنگر په توگه استفاده کول په کلکه غندلي، خو د استوگنې پر سیمو په هر دلیل، چې وي بمبارد د منلو وړ نه بولي.
له ارگ څخه په خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي، چې ولسمشر دا عمل له بشري حقونو او پر استوگنو سیمو د بمبارد د نه غوښتلو له حکم څخه د آیساف ځواکونو سرغړونه بللې ده.
همدا راز د هېواد ولسمشر حامد كرزي د چارو د ادارې او د وزیرانو شورا د دارالانشا لوی ريیس ته لارښوونه وکړه، چې ډېر ژر د دغې پېښې زیانمنو شویو کورنیو ته لازمې مرستې و رسوي.
د سلاکار شجاع الملک جلاله په مشرۍ دغه پلاوي په كونړ كې د دغې پېښې په اړوند له ۷۵ تنو دیني عالمانو، مشرانو او مخورو سره خبرې كړي دي.