سیمه ییز خبرونه

آيساف ځواكونو د هلمند د واشيرولسوالۍ د ټولنيزې شورا درې غړي نيولي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د هلمند د واشيرولسوالۍ يو شمېراوسيدونكي وايي، چې:

د آيساف ځواكونو لخوا نيول شوي كسان د سيمې قومي مشران او د ټولنيزې شورا غړي دي، چې يوه اوونى وړاندې د نيمروز د لارام  ولسوالى په ځانگړيوعملياتو كې نيول شوي دي.

د هلمند د واشير ولسوالۍ اوسيدونكي، چې شمېر يې سل تنو ته رسيده د احتجاج په ډول يې ځانونه لښكرگاه ښارته رارسولي او خبريالانو ته يې وويل:

كه ياد شوي قومي مشران خوشي نه شي دوى به په لاريونولاس پورې او په دې لړ كې به د كندهار-هرات لويه لارهم د ترافيكوپرمخ وتړل شي.

د دوى په وينا، ياد شوي كسان ميلمانه ول او پرته له دې، چې جرم يې په ډاگه شي په دلارام ولسوالى كې د آيساف ځواكونو د شپې پرمهال نيولي دي.

دوى وايي:

له هغه نېټې، چې قومي مشران آيساف ځواكونو بيولي تردې مهاله يې په اړه د ځاى ځايگي په اړه هيڅ ډول معلومات نه لري او نه هم په دې اړه د هلمند او نيمروز چارواكو كوم خبروركړى دى.

يوه دولتي سرچينه، چې نه غواړي نوم يې خپورشي د واشيرد ټولنيزې شورا د درې تنه غړيو نيول د آيساف ځواكونو لخوا مني؛ خو په وينا يې د لښكرگاه زندان ته ليږدول شوي او د جرم په اړه يې معلومات نه لري.

Trending

Exit mobile version