سیمه ییز خبرونه

آیا د ولسمشرۍ ټاکنې به دوهم پړاو ته ولاړې شي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د مشرانو جرگې یو شمیر غړي د ولسمشرۍ له مخكښو كانديدانو غواړي چې ايتلاف او جوړجاړى د خلكو رايو ته بې احترامي ده او روانې ستونزې نه شي حل كولى.

دوى وايي چې مخكښ كانديدان بايد د ټاكنو خپلواك كميسيون پرېكړو ته درناوى وكړي او كه ټاكنې دوهم پړاو ته تلونكې وي، نو بايد د ګډون لپاره ورته ځان چمتو كړي.

د مشرانو جرګې ځينې غړي وايي داسې ګنګوسې شته چې مخكښ د كانديدانو د ايتلافي حكومت لپاره پر جوړجاړې بوخت دي. دوى د جوړجاړې له مخې د حكومت جوړښت هيواد ته خطرناك ګڼې.

بل خوا د مشرانو جرګې رئيس فضل الهادي مسلميار وايي چې د هيواد امنيتي او اقتصادي حالت ته په كتو د ملي مشاركت پر بنسټ د حكومت د رامنځته كولو لپاره د هڅو هركلى باید وشي.

قوي احتمال شته چې د ولسمشرۍ ټاكنې دوهم پړاو ته ولاړې شي. د لومړنيو پايلو پر بنسټ چې د سلو فيصدو شمېرل شويو رايو له مخې اعلان شوې، هيڅ يو كانديد هم د ۵۰+۱ فيصدو رايو په تر لاسه كولو بريالى شوى نه دى.

Trending

Exit mobile version